Mahad’ad-Dawa Institute

په اړه

معهد الدّعوه انسټټیوټ د لوړو زده کړو یوازنې انسټټیوټ دی چې د دیني مدارسو فارغینو لپاره ځانګړی دی.

د معهد الدّعوې ټول کورسونه انلاین دي. د دیني مدارسو فارغین کولی شي چې انلان هم په معهد الدّغوه کې داخله واخلي او هم یې کورسونه تعقیب کړي.

د معهدالدعوه انسټیټوټ په هکله پوره معلومات د دې بروشر څخه ترلاسه کړئ


« مجازي مدرسه »

د معهد الدّعوې یو ځانګړی خصوصیت دا دی چې هر یو درس یې انلاین ( د انټرڼیت په ذریعه ) محصلینو ته رسول کیږي. نو په یو اصطلاح کې مونږ ویلی شو چې معهد الدّعوه په حقیقي دنیا کې نه، خو په مجازي یا پر لیکه دنیا کې وجود لري.

په غږیز او لیکلی شکل کې د معهد الدّعوې درسونه هم د معهد الدعوې ویب پاڼې ته پورته کیږي او هم د معهد الدّعوې فیسبوک پاڼې ته. له هرځای څخه د معهد محصلین کولای شي چې خپل موبایل یا کمپیوټر ته یې ښکته یا ډاونلوډ کړي. د تدریس دغه طریقه څو ګټې لري لکه:

  • طلباء د نورو مصروفیتونو سره سره په اسانۍ سره د معهد الدعوی درسونه تعقیبولی شي، حتي چې ښځینه طبقه په خپلو کورونو کې هم درسونه په اسانۍ سره تعقیبولی شي.
  • طلباء په هر ځای کې چې وي، که د معهد الدّعوې مرکز څخه لیري وي یا نږدي، د معهد درسونو څخه ګټه پورته کولای شي.
  • طلباء په عملي توګه د معلوماتی او مواصلاتي ټکنالوژۍ سره بلدیږي.

تر اوسه د معهد درسونه هم په لیکلې شکل کې او هم په غږیز شکل کې په پښتو او انګریزي ژبو کې موجود دي.

« د معهد الدعوې انسټیټوټ کاري ساحه »

د معهد الدّعوې فکر او وجود په پولې پورې سیمو کې د پیکټ یا د پولې پورې راډیو سره په یو وخت کې د دې صدۍ په شروع کې و شو. حال دا چې دا سیمې پښتو ژبې سیمې دي، نو طبعې خبره ده چې د معهد مورنۍ ژبه به هم پښتو وي. خو اوس د الله په فضل سره معهد له دې مرحلې نه تیر شوی دی چې یوازي د پښتو ژبې اداره وي. د معهد کورسونه داسې ځانګری حیثیت لري چې دغه کورسونه د مدارسو طالب علمانو ته هر ځای کې ګټه رسولي شي. دغه وجه ده چې مهعد له پښتو نه علاوه هر درس ـ هم په صوتی او هم په لیکلی شکل کی – په انګریزې ژبه کې هم تیاروي.

د معهد محصلین د فراغت څخه بعد د پولې پورې د خبریالانو په توګه کار کوي

د معهد الدعوې یو تن محصل خپل درس په کمپیوټر تعقیبوي

د معهدد محصلین د پولې پورې په څیړنو او سروي برنامو کې کار کوي.