Mahad’ad-Dawa Institute

کارونه

معهد الدّعوه انسټټیوت

»مَا اَکَلَ اَحَدٌ طَعَامًا فَطُّ خَیْرًا مِنْ اَنْ یَاکُلَ مَنْ عَمَلِ یَدِهِ« (حدیث)

د معهد الدّعوې انسټټیوټ د تعلیمي چارو مسئول

معهد الدّعوه انسټټیوت د دیني مدارسو فارغینو ته عصري تعلیم د دین په رڼا کې ورکوي. د معهد الدّعوې کورسونه دیني عالمان چمتو کوي چې د ژوند په مختلفو ډګرونو کې و کولی شي چې کار و کړي او د دې کار په ذریعه هم خپل اقتصادي حالات ښه کړي او هم په روحاني او اخلاقي لحاظ، په دې کار کې د خپل ګډون په وجه، د کار صفت نور هم ښه کړي.

معهد الدّعوه فی الحال په دوو څانګو کې مسلکي کورسونه لري، یو د ژورنالزم اوابلاغ عامه څانګه ده، او بله د یوناني طپ څانګه. د دې سره سره معهد د مختلفو موضوعاتو هم نصابونه تیار کړې دي او هم درسونه ورکوي، مثلًا صدقه ننني وخت سره سم، چاپیریال ساتنه، القانون الدّولي الانساني، السّیاسة المدنیّة، تدبیر المنزل، حقوق العباد او داسې نور.

د معهد الدّعوې ټول کورسونه انلاین دي یعني د انټرنیت له لارې د لیرې زده کړې په ذریعه محصلینو ته رسول کیږي. د هر یو درس یو چیپټر تیاریږي او یو ثبت شوې درس چې محصلینو ته د انټرنیت له لارې رسول کیږي.

معهد الدّعوه انسټټیوټ اوس د تعلیمي چارو مسئول په تلاش کې دی.

د معهد الدّعوې د تعلیمي چارو مسئول کار به په دې ډول وي:

  • د معهد الدّعوې لپاره نصابونه تیارول او ترتیبول
  • په خپل تخصص کې درسونه ورکول
  • استاذان انتخابول او استخدام کول
  • د استاذانو کار منظم کول
  • مدرسو سره اړیکې ساتل او نوې محصلین جذبول او داخلول
  • نوې مضامین د معهد په نصاب کې داخلول
  • د معهد ویب پاڼي منظم کول او نوي درسونو هلته پورته کول
  • په نوې ژبو لکه فارسیی او عربی کې د معهد درسونو بندوبست کول

د معهد تعلیمي چارو مسئول باید لاندني صفتونه و لري:

  • پخپله دیني عالم وي
  • د عصري تعلیم باید دلچسپی او علاقه و لري او باید لږ تر لږه په  یو عصري مضمون کې تخصص و لري
  • آي سي ټي یعني معلوماتي او مواصلاتي ټکنولوجي  سره بلد وي
  • باید په پښتو، فارسۍ او عربۍ ژبو پوره پوه وي. که په نورو ژبو لکه اردو او انګریزۍ پوه وي نو دا به یوه مثبته نکته ګڼل کیږي

هر یو سند یافته دیني عالم چې دې کار سره  دلچسپی و لري دې د معهد رییس جان محمد سره په دې بریښنا لیک پته باندې تماس و نسي

jmbutt@pactradio.org

په بریښنا لیک کې باید یو عریضه وي چې پکې دا خبره واضحه شوې وي چې دې کار سره ولې علاقه لري. د عریضه کوونکي اسناد دې هم له بریښنا لیک سره ضمیمه وي.

د معهد الدّعوې انسټټیوت د تعلیمي چارو مسئول کار به په جلال آباد ښار کې وي.