Mahad’ad-Dawa Institute

دمعهدالدعوه انسټیټوټ هدف

په مدرسه کې ډیر عالي تعلیم تر لاسه کیږي. دغه تعلیم محصل ته ډیره ګټه رسوي، مثلًا اخلاق او تقوی په فرد کې پیدا کوي. محنت او قربانۍ ته یې تیاروي. د مدرسې تعلیم داسې تعلیم دی لکه په غرب کې ور ته قدیم یا کلاسیکي تعلیم وایي. البته زمونږ د مدرسې تعلیم خالصه دیني بڼه لري، حال دا چې په کلاسیکي تعلیم کې له مذهب سره سره په نورو مضامینو باندې زیات تاکید وي. زمونږ د پولې پورې په مدرسو کې د دین او اخلاق په لحاظ ډیرې ګټې دي. خو د مدارسو په تعلیمي نصاب کې یو کمی شته دی. دا نصاب شاګردان دې لپاره نه تیاروي چې په عام ژوند کې د مختلفو مسلکونو په تر سره کولو سره د ټولنې خدمت و کړي. زیات نه زیات د مدرسو فارغان تر مدرسې یا جمات پورې محدود پاتې کیږي.

معهد الدّعوه غواړي چې دا صورت حال بدل کړي. د معهد هدف دا دی چې خپل شاګردان دې لپاره تیار کړي چې د ټولنې په جدید ژوند کې ور ګډ شي او هلته د مختلفو مسلکونو په تر سره کولو سره هم مسلکي، هم اخلاقي او هم روحاني معیارونه اوچت کړي.


( په کندهار کې یو ځوان د معهد الدعوې رئیس ته ځان معرفي کړ « زه ستاسې شاګرد وم، ما د معهد د جلال اباد څانګه کې درس ویلی و، مخکې له دې څخه چې د معهد الدعوې درسونه انلاین شول، زه اوس په یوه بین المللي اداره کې کار کوم، زما دنده دا ده چې د شریعت د لارښونو سره سم خلکو ته حقوقي مشورې ورکړم یعنې د دوۍ د شریعي حقوقو څخه یې خبروم » د معهد الدعوې انسټیټوټ تحصیل نوموړی ځوان دې ته تیار کړی و چې د بشري کومک په ډګر کې د خلکو خدمت وکړي.)