Mahad’ad-Dawa Institute

کور پاڼه

دمعهد الدّعوې انسټټیوټ ويب پاڼې ته ښه راغلاست!

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیْمِ

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُوا كَافَّةً ۚ فَلَوْلَا نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَائِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ (التوبة، ۱۲۲)

ژباړه: ټول مؤمنان باید یوځاي ونه ځي، ولې له هرې ډلې نه یو ټولګی نه وځي؟ دې لپاره چې د دین ژور علم حاصل کړي دې لپاره چې خلک و یروي، هر کله چې دوي ته بیرته ستانه شي، چې له بدو کارونو نه ځانونه و ژغوري.

معهد الدّعوه انسټیټیوټ د دیني مدارسو فارغینو او مشرانو طالب العلمانو لپاره د قرآن او حدیث په رڼا کې په لوړې سویې باندې  مسلکي او  خصوصي درسونه ورکوي. د دغو درسونو او کورسونو مقصد دا دی چې د مدارسو طلباء او فارغین و کولی شي چې د عصر په چوکاټ او د دیني علم په رڼا کې، هم د ټولنې په پرمختګ کې مثبته برخه واخلي‌ او هم د خپلو معیشاتو د ښه کولو لپاره د ژوند په هر ډګر کې کار و کړي.

معهد الدّعوه انسټټیوټ د لوړو زده کړو یوازنې انسټټیوټ دی چې د دیني مدارسو فارغینو لپاره ځانګړی دی.

د معهد الدّعوې ټول کورسونه انلاین دي. د دیني مدارسو فارغین کولی شي چې انلان هم په معهد الدّغوه کې داخله واخلي او هم یې کورسونه تعقیب کړي.

« مجازي مدرسه »

د معهد الدّعوې یو ځانګړی خصوصیت دا دی چې هر یو درس یې انلاین ( د انټرڼیت په ذریعه ) محصلینو ته رسول کیږي. نو په یو اصطلاح کې مونږ ویلی شو چې معهد الدّعوه په حقیقي دنیا کې نه، خو په مجازي یا پر لیکه دنیا کې وجود لري.

په غږیز او لیکلی شکل کې د معهد الدّعوې درسونه هم د معهد الدعوې ویب پاڼې ته پورته کیږي او هم د معهد الدّعوې فیسبوک پاڼې ته. له هرځای څخه د معهد محصلین کولای شي چې خپل موبایل یا کمپیوټر ته یې ښکته یا ډاونلوډ کړي. د تدریس دغه طریقه څو ګټې لري لکه:

  • طلباء د نورو مصروفیتونو سره سره په اسانۍ سره د معهد الدعوی درسونه تعقیبولی شي، حتي چې ښځینه طبقه په خپلو کورونو کې هم درسونه په اسانۍ سره تعقیبولی شي.
  • طلباء په هر ځای کې چې وي، که د معهد الدّعوې مرکز څخه لیري وي یا نږدي، د معهد درسونو څخه ګټه پورته کولای شي.
  • طلباء په عملي توګه د معلوماتی او مواصلاتي ټکنالوژۍ سره بلدیږي.

تر اوسه د معهد درسونه هم په لیکلې شکل کې او هم په غږیز شکل کې په پښتو او انګریزي ژبو کې موجود دي.

« د معهد الدعوې انسټیټوټ کاري ساحه »

د معهد الدّعوې فکر او وجود په پولې پورې سیمو کې د پیکټ یا د پولې پورې راډیو سره په یو وخت کې د دې صدۍ په شروع کې و شو. حال دا چې دا سیمې پښتو ژبې سیمې دي، نو طبعې خبره ده چې د معهد مورنۍ ژبه به هم پښتو وي. خو اوس د الله په فضل سره معهد له دې مرحلې نه تیر شوی دی چې یوازي د پښتو ژبې اداره وي. د معهد کورسونه داسې ځانګری حیثیت لري چې دغه کورسونه د مدارسو طالب علمانو ته هر ځای کې ګټه رسولي شي. دغه وجه ده چې مهعد له پښتو نه علاوه هر درس ـ هم په صوتی او هم په لیکلی شکل کی – په انګریزې ژبه کې هم تیاروي.

کور پاڼه

 :دمعهدالدعوه انسټیټیوټ څانګي

یوناني طب

(میډیایی علوم (ابلاغ عامه

عملی کارونه

   ورکشاپونه اوخصوصی کورسونه

د کندوز پېښه

په دې ليدنه کې د معهدالدعوه انسټیټوټ رئيس او مؤسس سره د بي بي سي راډيو همکاران هم ورسره وو، چې په رئيس – د سولې امام – باندې يې خپرونه جوړوله.


لڼد لينکونه

لڼد لينکونه


لڼد لينکونه
13/04/2017 نړیوال انساني قانون – اخو ډب هم د انساني قانون مخالفت را مینخ ته کوي

نړیوال انساني قانون – پاڅون هم د نړیوال انساني قانون مخالفت را مینخ ته کوي

21/06/2016 د کثافت صحیح ځای پر ځای کول: د لار نه خنډ لرې کولو یو شکل

په هغو ورځو کې زه نوې مسلمان شوی وم. پیښور ته نږدې په یو کلې کې اوسیدم. یوه ورځ ما و کتو چې یو سپین ګیرې سړی په لار باندې روان دی. د لار په منځ کې یوه تیګه پراته ده. دغه سړی تیګه را اخلې او د لار څنډې ته یې ږدي. لکه ما […]

19/11/2013 لږ عمل ډيرې خبرې

 ډيری طالب العلمان، چې پاکستان ته د ديني زده کړو د پاره ځي، د بيرته راتګ پرمهال د وسله والو طالبانو په غړو بدليږي. په افغانستان کې د ديني زده کړو قوي کول يو ښه بديل عمل دی، خو څنګه دغه نظريه عملي کولای شو. له جان بټ څخه يې پوښتئ؟ ولسمشر حامد  کرزي په […]