Mahad’ad-Dawa Institute

ژورنالیزم او ابلاغ عامه

د نورو خصوصي کورسونو ترڅنګ معهد یو شمیر مسلکي کورسونه هم لري چې یو یې د ژورنالیزم او ابلاغ عامه برخه ده، لکه څنګه چې معهد د پولې پورې راډیو سره اوږه په اوږه کار کوي نو طبعي خبره ده چې یاد انسټټوټ میډیایې علومو ته ډیره پاملرنه کوي. پیکټ د پولې پورې په نوم یوه په زړه پورې ډرامه تولیدوي چې نږدې د پښتنو په ټولو سیمو کې زرګونه مینه وال لري، د دې ډرامې سره متصل د پولې پورې پروګرامونه خپریږي چې د هغه موضوعاتو په هکله پکې بحث کیږي چې په ډرامه کې یې یادونه شوي وي او یا کیږي.

د پولې پورې پروګرام زیات خبریالان د معهد الدعوه انسټټوټ د ژورنالیزم او ابلاغ عامه د څانګې محصلین دي. د دې ترڅنګ پیکټ د خپلو اوریدونکو په هکله څیړنه کوي چې نوموړې څیړنه او تحقیق هم د معهد د ژورنالیزم د څانګې محصلینو له لورې ترسره کیږي.

 په معهد الدّعوه کې د میډیایي علومو سره سره، ټول مضامین د اسلامي علومو په رڼا کې تدریس کیږي. د دې یو روښانه مثال په معهد الدعوه کې د میډیایی علومو یو کورس دی. دغه کورس ته »د قدیم اسلامي علومو پر بنسټ جدید ژورنالیزم« وایي. په دې کورس کې د جدید ژورنالیزم اصولو ته د مصطلح الحدیث، یعني د احادیثو علومو د اصولو په رڼا کې کتنه کیږي. مثلًا د یو راپور یا خبر اسناد یعني د صحت سند څه دی؟ د راپور په صحت کې د راوي یا سرچینې اهمیت څه دی؟ دا یوه نوې څیړنه ده چې د دیني مدارسو طلباؤ او فارغینو لپاره ډیره په زړه پورې ده. له دې څیړنې څخه یوازې د معهد الدّعوې په کورسونو کې ګټه پورته کیدای شي.

سره له دې چې معهد الدّعوه د جدید ژورنالیزم مطالعه د مصطلح الحدیث په رڼا کې ورکوي، معهد الدّعوه د جدید ژورنالیزم طرز له روایتي یا عنعنوي کیسه ګویۍ سره هم سمون پیدا کوي.

ظاهره خبره ده چې په روایتي کیسه ګوي کې نه یوازې د کیسې تفصیلات اهمیت لري، د کیسې سبق هم مهم دی، بلکې په کیسه کې له ټولو نه مهم شی د کیسې سبق دی لکه په قرآن مجید کې چې راځي: لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ (یوسف، ۱۱۱)، یعني د پیغامبرانو په کیسو کې عبرت دی، ای د عقل خاوندانو.

همدغه شان، په هغه ژورنالیزم کې چې په معهد الدعوه انسټیتوټ کې ښودل کیږي، د کیسې تفصیلاتو نه زیات د کیسې عبرت ته پاملرنه کیږي.