Mahad’ad-Dawa Institute

مرکز التسهیل والتوجیه

معهد الدّعوه هم مسلکي کورسونه لري او هم د عصري چاپیریال سره سم خصوصي کورسونه. معهد الدّعوي انسټیټیوت غواړي چې محصلّین له عصري اصولو نه خبر شي دې لپاره چې دوۍ و کولی شي چې د ژوند په مختلفو ډګرونو کی کار و کړي. خو بنیادي خبره دا ده چې په معهد الدَعوه کې عصري اصول د قرآني علومو په رڼا کې تدریس کیږي. د معهد یوې څانګې ته مرکز التسهیل و التوجیه وائي. د معهد په دې څانګه کې داسې کورسونه تدریس کیږي لکه:

  • حقوق العباد چې په عام اصطلاح کې ور ته حقوق البشر ویل کیږي
  • القانون الدّولي الانساني، چې په بل اصطلاح کې هغه قانون ته وايي چې د جنګ په وخت کې باید مراعت شي.
  • تدبیر المنزل چې کورنی اقتصاد هم ور ته ویل کیږي.
  • السّیاسة المدنیّة یا سیّاسي علوم.
  • چاپیریال ساتنه یعني الاسلام والبيئة
  • صدقه ننني وخت سره سم چې د بشري کومک اصول او عمل هم ور ته ویلی شو.

د دغو خصوصي کورسونو سره سره، معهد الدعوه مسلکي کورسونه هم لري.