Mahad’ad-Dawa Institute

تجارتي علوم

اقتصاد او تجارت چې د یوې ټولنې اساسي برخه جوړوي او په یاده برخه کې زیات خلک لیواله دي چې زده کړې وکړي، نو د معهد الدعوې انسټیټوټ په څانګو کې یوه څانګه د تجارتي علومو هم شامل ده.

په دې څانګه کې به اسلامي بانکداري، د تجارت حقوق ، د تجارت قوانین او ځینې نور مضامین شامل وي خو تر ټولو مهمه برخه یا مضمون چې په نصاب کې به یې شامل وي هغه د تجارانو ونډه او توجه د اسلام په خپرولو کې ده.

د یادونې وړ ده چې دا څانګه د معهد الدعوې په تعلیمي چوکاټ کې شامل ده خو تر اوسه پورې یې فعالیت نه دی پیل کړی، خو امید شته چې د ځینو نورو څانګو سربیره به د تجارتي علومو څانګه هم ژر فعالیت پیل کړي.