Mahad’ad-Dawa Institute

لږ عمل ډيرې خبرې

 ډيری طالب العلمان، چې پاکستان ته د ديني زده کړو د پاره ځي، د بيرته راتګ پرمهال د وسله والو طالبانو په غړو بدليږي. په افغانستان کې د ديني زده کړو قوي کول يو ښه بديل عمل دی، خو څنګه دغه نظريه عملي کولای شو. له جان بټ څخه يې پوښتئ؟

ولسمشر حامد  کرزي په ۲۰۰۶ کال د افغانستان اسلامي پوهنتون په نوم افتتاح وکړه. په همدې موخه د امام ابوحنيفه دارالعلوم  ترڅنګ د کابل  په بګراميو کې ۶۰ جريبه ځمکه هم تعين او انتخاب شوه.

په دغو مراسمو کې ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د اسلامي مرکزونو په ارزښت خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې وويل، چې د ده حکومت دغه ضرورت او اړتيا درک کړي، ترڅو افغان زده کوونکي د هيواد په دننه کې مذهبي زده کړې ترسره کړي او د نورو هيوادو له تګ او مجبوريت څخه خلاص شي. د افغانستان په دننه کې د مذهبي زده کړو ضرورت هغه وخت زيات احساسيږي، چې کله افغان زده کوونکي د ديني زده کړو لپاره ګاونډي هيواد پاکستان ته سفرونه کوي. ډيری افغان زده کوونکي (طالب العلمان) چې پاکستان ته د زده کړو لپاره ځي، په جنګياليو (وسله وال طالبانو) باندې بدليږي او دا ددې شاهدي ورکوي چې دغه زده کوونکي د سياسي ډلو لخوا په شعوري ډول يرغمل کيږي او د خپلو موخو او مقصدونو لپاره ترې کار اخستل کيږي.

د همدغو سياسي مقصدونو د مخنيوي لپاره بايد په افغانستان کې ديني زده کړې قوي کړای شي. خو جامعة العلوم الاسلاميه ته معلومه شوه؛ هغه څوک چې په افغانستان کې د ديني زده کړو تقويت او غښتلتيا دپاره کار کوي، هر وخت د بې کيفيتې (بيروکراتيکي ادارې) او سياسي ډلو ترمنځ په ستونزو کې راګير شوي دي.

هغه تعهد او ژمنه چې بايد په افغانستان کې دينې زده کړې قوي او غښتلي شي، د افغانستان د علماو شورای مرستيال مولانا قيام الدين کشاف هم په هغه کنفرانس کې يو ځل بيا تکرار کړه، چې د ۲۰۰۹ کال د مارچ په مياشت کې په جلال کې جوړ شوی ؤ.  مولانا کشاف وويل چې په همدې موخه دوی سعودي عربستان ته د يوه هئيت په ګډون سفر هم کړی ؤ. يو ځل بيا په بګراميو کې په تعين شوي ځای باندې ټينګار وشو. د افغانستان په داخل کې د يو قوي اسلامي پوهنتون جوړيدل د دغه کنفرانس لخوا تايئد او د اړتيا او ملاتړ لپاره يې لاندې پريکړې وشوې:

·                 دغه کنفرانس په افغانستان کې د خپلواک اسلامي پوهنتون جوړيدو ملاتړ کوي.

·                 کله چې په افغانستان کې د ديني زده کړو زمينه برابره شي،  هيڅ اړتيا نه پاتي کيږي، چې افغانان د ديني زده کړو لپاره خارج ته سفر وکړي.

د دې پريکړه ليک سره سم موږ وغوښتل چې د افغانستان اسلامي پوهنتون جوړولو ته د عمل جامه ور واغوندو. څو هفتې مخکې زه پخپله د بګراميو سيمې ته ولاړم. د نږدې مدرسې امام ابوحنيفه دارلعلوم  رئيس زما سره  په ډيره مينه شاوخوا را وګرځيد. د بنسټ هغه ډبره چې ولسمشر حامد کرزي ايښې وه، په خټو کې پټه وه. څو ورځې وړاندې  مې چې د پوهتنون جوړولو نظريه د علماو سره په همدې اړه غونډه کې وړاندې کړه، نو موږ پوی شوو، چې هغه تعين شوې ځمکه د تعليم او تربيې وزارت مربوط ده، څرنګه چې د اسلامي پوهنتون جوړول د لوړو زده کړو وزارت کار دی، نو ځکه نه شي کيدای چې په هغه ځمکه باندې اسلامي پوهنتون جوړ شي. په افغانستان کې د اسلامي زده کړو ارزښت او قوې کولو ته په پام سره، دغه بيروکراتيک (کاغذ پراني) اداري نظام يوه حيرانوونکي خبره ده.

د جلال اباد په جلسه کې ماته وويل شول، چې په ولې په ننګرهار کې د دغه پوهنتون جوړولو کوښښ نه کوم. هلته يوه سيمه د اسلامي پوهنتون دپاره ځانګړي شوي ده او د ۱۹۹۰ په لسيزه کې د ننګرهار پخواني والي حاجي عبدالقدير لخوا ورباندې کار هم شوی دی، خو د طالبانو راتګ سره سم په ۱۹۹۶ هغه ونه توانيده چې د نوموړي پوهنتون وداني تکميل کړي. دغه به د اسلامي پوهنتون د پرمختګ لپاره مناسب ځای وي.

کله مې چې په دې اړه د حاجي عبدالقدير زوی، حاجي ظاهر سره خبرې وکړې، نوموړي ډيره دلچسپي وښوده. حتی هغه په خپل انتخاباتي کمپاين کې هم وويل چې اراده لري، د هغه اسلامي پوهنتون په پلان باندې کار کوي، چې مرحوم پلار يې طرحه کړی ؤ. پلان په دلچسپۍ سره پرمخ روان ؤ، خو کله چې د دغه پلان د عملي کيدو او رښتيني کيدو وخت راغې، موږ ته معلومات وشول، چې د هغه ځمکې صلاحيت اوس نه د حاجي قدير کورنۍ او نه هم د ننګرهار ولايتي چارواکو په لاس کې دي، بلکې هغه د عالي تحصيلاتو اړوند سيمه ده. ځينو ويل چې دوی پلان لري، چې په دغه سيمه کې د ساينس او ټکنالوجۍ پوهنځی جوړ کړي. ځينو ويل چې دلته د شرعياتو پوهنځي د جوړيدو پلان دی. معلومه شوه چې د لوړو زده کړو په وزارت کې په دغه ځای باندې نندرۍ او مخالفتونه روان دي او هغه اصلي پلان چې له مخې يې بايد دلته اسلامي پوهنتون جوړ شي، هيڅ په نظر کې نشته.

وروسته مې کندهار ته پام واوښت. د کندهار په ښار کې طالبانو د خپلې واکمۍ پر وخت کې (۲۰۰۱-۱۹۹۴) په همدې مقصد يو ځای تعين کړی او کار يې ورباندې پيل کړی ؤ. دغې ودانۍ ته يې د (جامعه عمر) نوم ورکړی ؤ، چې هم به اسلامي پوهنتون وي او هم به د جمعې د اداکولو جومات وي.

د دغه پوهنتون جوړول به نه يواځې دا چې په جنوب کې د دينو زده کوونکو غوښتنې ځواب کړي، بلکې د ملي روغې جوړې لپاره هم مثمر ثابتيدلی شي. د وسله والو مخالفنيو يوه نيوکه هم دا ده، چې د ولسمشر حامد کرزي حکومت د ديني زده کړو پرمختګ ته پاملرنه نه کوي. د دغه مرکز په جوړولو سره به دولت ښودلی وای، چې دوی دافغانستان په داخل کې د اسلامي زده کړو پرمختګ لپاره جدي توجه او پاملرنه کړيده. په دې سره به د افغانستان د سولې ملي پروسه هم ګړندۍ شوي وای. او په دې سره به د نوموړې ودانۍ، چې د طالبانو د تګ وروسته همداسې پاتې ده، پرمختګ او جوړول هم چټک شوي وای.

دغه ټول ټکي مې په ۲۰۰۹ کال کې د کندهار والي پروفيسو توريالي ويسا سره د هغه په دفتر کې شريک کړل، چې که کولای شي، نوموړی ځای د اسلامي پوهنتون لپاره تسليم کړ؟  خو نوموړي دغې نظريې ته غوږ ونه نيو او ويې ويل: (ته له دغه ځای پرته، په هر ځای کې پوهنتون جوړولای شې)

د کندهار والي پدې موافقه ونکړه، چې د کندهار ښار دننه په جامعه عمر، چې د اسلامي پوهنتون لپاره تعين شوي وه، کار پيل کړي.

که څه هم د کندهار والي د کار د نه شروع کيدو لاملونه ونه ښودل، خو سړی فکر کولای شي، څرنګه چې دغه پوهنتون د جامعه عمر په نوم ؤ، نو له دې  ويرې چې د وسله والو طالبانو مشر نظر او تصوير به قوي او وده وکړي، دغه کار ځنډولي وي. ايا د سياست څخه تيريدل به په داسې موضوع کې چې سيمې ته يې ګټې او پرمختګ فوق العاده ډير وي، ګټور نه وي؟ ايا يو چاته دا ذهنيت نه شي ورکول کيدای، چې دغه پوهنتون د عمر فاروق، چې د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم دويم خليفه ؤ، په نوم دی؟ او ايا نوموړي ساحه په دې موخه، چې دلته به اسلامي او سياسي شعور لوړ شي او د ملي پخلاينې سره به مرسته وکړي، نه شي جوړيدای؟

د دې دپاره چې زموږ مخه نه وي نيول شوي، موږ پرمخ ولاړو او د افغانستان اسلامي پوهنتون – جامعة العلوم الاسلاميه – www.afghanjamiya.org  چې د افغانستان په داخل کې د اسلامي زده کړو پرمختګ، عصري کولو او قوي کولو ته ځانګړی او ډالۍ ده، د جلال اباد ښار په يوه کرايي کور کې جوړ کړ. خو دا به ډيره غوره وای او ښه پاليسي هم ده، چې که چيرې دولت د خپلو ژمنو سره سم د پوهنتون لپاره يو مناسب ځای او ساحه برابر او تعين کړي وای.

جان بټ مسلمان شوی انګريز دی، چې د څلويښتو کالو راهيسي يې په جنوبي اسيا کې زده کړې او ژوند کوي. د افغانستان اسلامي پوهنتون يې تأسيس کړی او لومړنی اروپايی دی، چې په ۱۹۸۳کال کې د ديوبند درالعلوم څخه فارغ شوی دی.