Mahad’ad-Dawa Institute

روژه کله شروع کيږي؟

هرکال دروژى مبارکى مياشتى په راتلوسره دخلکوپه ذهن کې يوسوال پيدکيږي چې دروژى اوله ورځ به کومه وي؟زياتره خلک خودډيرى عجلى دوجى نه پدى ورمخکې شي اودروژى مياشت لاشروع نه وي چې دوى روژه شي.اوبعضى خلک يى داصل ورځى نه هم پسى وروسته کړي،په ننۍ ليکنه کې به دوى ستونزى اصلى علتونه وڅيړواودحل لارى به يى معلومى کړو.

١ .روئية الهلال:(دمياشتى ليدل)

 دابى هريره(رض)روايت په ترمذى شريف کې داحديث راغلى دي-چې:”احصواهلال شعبان لرمضان”

يعنى تاسودرمضان دمياشتى په خاطردشعبان دمياشتى حساب هم ونيسۍ.

بناءًدرمضان روژه په هغه وخت کې فرض کيږي چې مياشت وليدل شي ځکه چې نبى کريم (ص)فرمائى”صومولروئته وافطروالروئته”بخارى.

يعنى تاسوچې مياشت وليده نوروژه ونيسى اوکله موچې مومياشت وليده نواختروکړۍ.

همدارنګه په دارومى کې دابن عمر(رض)په روايت سره راغلى دى چې :”کان رسول الله (ص)اذارئ الهلال قال:الله اکبراللهم اهله علينابالامن والايمان والسلامة والاسلام والتوفيق لماتحب وترضى ربى وربک الله”

يعنى رسول الله (ص)چې به کله درمضان مياشت وليده نوالله اکبربه يى وويل اودادعابه يى وکړه چې :ياالله دامياشت په مونږباندى دامن اوايمان دسلامتيااواسلام سره تيره کړي اودهغى اعمالوتوفيق راکړي چې ته پرى خوشحاليږي،بيابه يي وويل چې زما اوستارب الله دى.

همداوجه ده چې فقهاوويلى دي چې:که چيرته دشعبان دمياشتى په نه ويشتم ماښام موسم صاف وه اونوى مياشت ونه ليدل شوه نوصباته به خلک روژه نه نيسى،همدارنګه که دقبلى په طرف کې ګردياوريځ وه بيابه هم خلک روژه نه نيسى،ددى دليل روايت دابى هريره (رض)دى چې بخارى شريف ذکرکړيدى:

“قال رسول الله (ص)صوموالروئيته وافطروالروئيته فان غم عليکم فاکملواعدة شعبان ثلاثين”

يعنى دمياشتى په ليدلوسره روژه ونيسى اودمياشتى په ليدلوسره اختروکړئ،که چيرته دشعبان په نه ويشتم ماښام وريځ وه اوسپوږمۍ ونه ليدل شوه نوبيابه راتلونکى ورځ دشعبان ګنل کيږي،ترڅودشعبان ورځ پوره ديرش ورځي شي.نوبيابه په اتوماتيک ډول دبلي ورځى نه روژه شروع شي اوهغه به درمضان دمياشتى اوله ورځ ګڼل کيږي.

 يادونه:

دروژى اواخترپه هلکه دنجوميانو،دموسم دماهرينواوفلک پيژاندواقوالوته اعتبارنشته،بلکه دلته دعاموخلکوليدل اهميت لري،البته دموسم دماهرينورائه دپريکړي په وخت کې مومدګڼل کيږي.

بعضى خلک دډيراحتياط په خاطردرمضان څخه يوه  يادوه ورځي مخکې روژه نيسى چې دادشک ورځي دي اوددى څخه منع راغلى ده لکه ابوداودشريف کې چې داحديث موجوددى:

“لايتقدمن احدکم رمضان بصوم يومٍ اويومين…”

يعنى درمضان نه يوه يادوه ورځي مخکې روژه مه نيسي.

 ٢.دمياشتى دليدلوثبوت:

که چيرته دشعبان دمياشتى په نه ويشتم ماښام چانوى مياشت وليده اګرکه يوکس هم وي خوچې عادل وي نوپدى سره درمضان مياشت ثابته شوه،يعنى خلک به دصباورځى نه روژه نيسى.

که چيرته داسى ونه شول نوبيابه دشعبان مياشت دديرشودقرارګڼل کيږي اوپه بله ورځ به روژه نيول کيږي،ددى دليل دابن عباس (رض)دى چې فرمايي:

“جاءاعرابى الى النبى (ص)فقال رايت الهلال قال اتشهدان لااله الاالله وان محمداعبده والرسوله قال نعم قال يابلال اذن فى الناس فليصومواغداً”رواه ابوداودوالترمذى والنسائى.

يعنى يواعرابى پيغمبر(ص) ته وويل چې مادرمضان مياشت وليده نبى (ص) ورڅخه وپوښتل چې اياته دالله په وحدانيت اودمحمد(ص)په رسالت ايمان لري؟هغه وويل چې هونونبى (ص) بلال ته وويل چې خلک خبرکړه چې صباته روژه ونيسى.

همدارنګه ابن عمر(رض)فرمايى چې “تراى الناس الهلال فاخبرت رسول الله(ص)انى رايته فصام وامرالناس بصيامه”رواه ابو داود.

يعنى خلکودرمضان دمياشتى دليدلوهڅه کوله په دى کې مانبى (ص) ته خبرورکړه چې ماوليده نونبى(ص) خپله هم روژه ونيوه اونوروخلکوته يى هم امروکړه چې روژه ونيسي.

ځکه خوامام ترمذى فرمايلى دې چې :داکثره اهل علموعمل په همدى دى چې دروژى په باره کې ديوسړى شهادت قبول دى،همدادابن المبارک ،شافعي اواحمدقول دى اوامام نووي وايى چې همدارايه بيخى صحيح ده.

البته:داخترمياشت کې لږترلږه دوه عادل شاهدان شرط دي که نه نوديرش ورځي روژه به پوره نيول کيږي اوبيابه اختر کيږي،

٣ .يومياشت څوورځى وي؟

داضرورى نه ده چې هره مياشت به ديرش ورځي وي ځکه قمري مياشتي نه ويشت هم وي اوديرش هم وي،عائشى (رض)ته چاوويل چې دامياشت داسى ښکارى چې دنهه ويشت ورځو وي هغى ورته وويل چې ته په دى باندى ولى حيران يى ،مونږ دنبى (ص) سره اکثردديرشوپرځاى نه ويشت ورځي روژي نيولى دى،روه احمد.

همدارنګه سعيدابن ابى وقاص(رض)فرمايى چې رسول الله (ص)دخپلودواړولاسونو په ګوتوسره اشاره وکړه اوپه دريم ځلى يى يوه ګوته کمه کړه اووه يى وويل چې مياشت دومره وي،يعنى نه ويشت ورځي.رواه مسلم.

 ٤ .دمياشتى غټوالى اووړکوالى ته اعتبارنشته

بعضى خلک چې څنګه مياشت وه وينى نوپه اټکل سره وايى چې دادريوورځوده ياددوه ورځوده حالانکه ددى څخه منع راغلى ده،لکه راويت دابوالبخترى دى چې فرمايى:مونږپه ذات عرق مقام کې وه چې درمضان مياشت مووليده نه پوهيدوچې څويمه ورځ ده نودابن عباس(رض)څخهموپوښتنه وکړه هغه راته وويل چې الله(ج)ستاسودليدولپاره ځنډولى وه يعنى همدايى اوله شپه وه.

همدارنګه بخارى په خپل تاريخ کې دطليحه بن ابى حدادپه روايت کې دنبى (ص)قول نقل کړيدى چې فرمايى:دقيامت په نښوکې داهم دى چې مياشت وه وينى اوبيا وايى چې داددوه شپوده.

 ٥ .په يوځاى کې دمياشتى ليدل دټولى دنيالپاره کافى دي

ددى ستونزى اساس همدلته دى چې آيادهرښاراوعلاقى اوسيدونکې به خپل رؤيت(دمياشتى ليدلو)ته اعتبارورکوي اوکه نه ديوښارليدل دنوروښارونوداوسيدونکو لپاره کافى دى؟

په دى مسئله کې مخکې هم اختلاف نظرموجودوه اواوس هم شته،ځينى علماءاول قول يعنى دهرځاى اوسيدونکى بايدخپله مياشت وه وينى ،ته ترجيح ورکوي دليل يى روايت دکريب دى چې فرمايى:زه شام ته لاړم اوپه مونږباندى درمضان مياشت راغله مونږ دروژى مياشت دجمعى په شپه وليده نودجمعى دورځى څخه موروژه شروع کړه،بيادمياشتى په اخرکې مدينى منوري ته لاړم هلته ابن عباس(رض)راڅخه څه پوښتنى وکړي چې په هغى پوښتنوکې يى دمياشتى دليدلوپه اړه رانه وپوښتل چې تاسوپه شام کې مياشت کله وليده،ماورته وويل چې مونږ دجمعى په شپه مياشت وليده هغه راته وويل چې تاپخپله وليده ماورته وويل چې هوماهم وليده اونوروخلکوهم وليده نوخلکوهم روژه ونيوله اومعاويه (رض)چې دشام والى و هم روژه ونيوه.

ابن عباس (رض)وفرمايل چې مونږ خودشنبى په شپه مياشت ليدلى وه نوترهغى به روژه يوچې ديرش روژي پوره کړو اوياداختر مياشت اووينو،ماورته وويل چې ولى ته د معاويه (رض) په ليدلواوروژه نيولوکفايت نه کوي؟هغه په ځواب کې وويل چې نه مونږ ته رسول الله (ص)  همداسى امرکړيدي ،رواه مسلم.

اوځينى نورعلمابيادى ته ترجيح ورکوي چې په يوځاى کې ليدل دنوروځايونولپاره کافى دى،خوچې په معتبره ذريعه ثبوت ته ورسيږي.ځکه چې په حديث شريف کې خطاب عام دى(صوموالرويته)يعنى تمام مسلمانان مخاطب دى چې مياشت وليدل شوه نوروژه ونيسۍ،داخبره مطرح نه ده چې په کوم ځاى کې ونيول شوه.

بل داچې په اوسنى وخت کې ديوځاى څخه بل ځاى ته دخبررسولووسايل لکه تلويزون،راديواوټيلفون ډيرزيات دي،خلک په ټوله دنياکې ديوبل سره دټيلفون انټرنيټ وغيره په وسيله سره وصل دي.

هرسړى په اسانى سره کولاى شي چې ددى وسايلوڅخه په استفاده سره دنړۍ دهرى برخى څخه ځان خبرکړي اوس پخوانى وخت نه دى چې په يوښارکې به خلک ديوڅه نه خبر وي اونورخبرول به مشکل وي ،سربيره پردى په يوه ورځ روژه نيول اواخترکول دمسلمانانوديوالى اواتفاق ښکارندوى دى،لکه قرانکريم چې راغلى دى “ان هذه امتکم امة واحدة اواناربکم فاعبدون”سوره الانبياء.٩٢ ايت.

يعنى: تاسوايکې يوامت يۍ اوزه ستاسودټولو رب يم نويواځى زمابنده ګې وکړئ.

ترتيب کوونکې:مولوى سيداحمدفضلى

موبايل: ٠٧٠٧٩٤٠٨٩٨