Mahad’ad-Dawa Institute

د کندوز پېښه

موږ ځيني وخت په افغانستان کې داسې څه ګورو، د دې پرځای چې مذهبي او ديني عناصر د اسلام په چوکاټ کې کلتوري او قومي اصلاحات رامنځ ته کړي، ځيني کسان حتی مذهبي کسان، د مذهب په نوم ټولنه او خلک نور هم قبيلوي او کلتوري کوي.

د خيام او صديقې پيښه، چې په کندز کې ترسره شوه، را اخلوhttp://www.bbc.co.uk/news/world-south-asia-12292917  دغه دواړه د مذهبي کسانو په اجازه او امر سره د خلکو په وړاندې سنګسار (په کاڼو وويشتل) شول.

د کيسې په استناد، چې دوی دواړه پاکستان ته سره تښتيدلي وو، خو وروسته په دې بهانه بيرته راوستل شول، چې دوی ته به هيڅ زيان نه رسيږي.

يعني چې دوی دواړو غوښتل واده سره وکړي، په حقيقت کې دوی کيدای په پټه نامزد او واده شوي هم وي. د حنفي مذهب له مخې، چې په افغانستان کې اکثريت پرې ولاړ دي، که څه هم دا يوه غوره لار نه ده، خو دا د دوی حق دی چې په پټه نامزد او واده وکړي. د ځوانانو لپاره غوره لاره داده، چې د مور او پلار په مشوره واده وکړي. خو که چيرې دوه کسان (ځوان او پېغله) وغواړي په خپله خوښه واده وکړي، هيڅوک هم د دوی پر وړاندې نه شي ودريدلی.

زما په ياد دي، چې د پيښور په  امداد المدارس کې د پخواني شيخ الحديث حسن جان څخه پوښتنه وشوه؛ دا څه ډول واده دی او ايا اعتبار لري، که چيري ځوان او پيغله د والدينو او (والي) له اجازې پرته نامزد او سره واده شي؟

شيخ الحديث حسن جان يې په ځواب کې وويل: دا د ګډ ژوند او واده کولو غلطه طريقه ده، خو که چيری دوی داسې وکړي، د دوی واده اعتبار لري. په حقيقت کې شيخ حسن جان د اړونده موضوع په اړه د حنفيانو مذهب نظريه څرګندوله:

تجوز مباشرة العاقلة البالغة عقد نكاحها…… مطلقا إلا أنه خلاف المستحب وهو ظاهر المذهب

(مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح، كتاب النكاح، باب الولي فى النكاح و استئذان المرأة)

(( يوه عاقله او د سالم عقل خاونده ښځه کولای شي خپله نکاح په خپله وتړي، خو دا غوره لاره نه ده.))

د دې ترڅنګ چې د دې موضوع تفصيل د بي بي سي په ويبپاڼه کې راغلی دی، په افغانسان کې د وسله والو مخالفينو وياند خبرې هم راغلي دي، چې وايي: (( هغه څوک چې په اسلام پوهيږي په دې هم پوهيږي، چې د سنګسار ذکر په قران کريم کې راغلی دی او دا اسلامي قانون دی.))
دغه دريځ د طالبانو د پخواني حکومت دريځ سره يو څه توپير لري. ماته د طالبانو د واکمنۍ پروخت دا ډول مسايل ياد دي، چې ځوان او ځوانه نجلۍ په کې له کوره تښتيدلي وي. کله چې دا ډول قضيه را پورته شوه، طالب چارواکو د دوی واده منظور او ومنلو خو هغه ځوان يې بندي کړ. په عين وخت کې يې د نجلۍ او هلک د کورنيو ترمنځ د جرګې پواسطه خبرې اترې  وکړې او کله چې د دوی ترمنځ روغه رامنځ ته شوه نو دوی هغه ځوان خوشي کړ او واده يې وشوه. دا چې ولې دوی هغه ځوان (زوم) بندي کړی ؤ، ماته يوه عالم وويل چې دوی دا کار د دې په خاطر کوي، چې نور خلک بيا داسې ونه کړی او عبرت ورڅخه واخلي، ځکه د واده دغه ډول  په اسلام کې غوره لار نه ده.

بيرته د دولت د وسله والو مخالفينو وياند خبرې ته راځم، دا بايد واضحه شي، چې په قران کې د سنګسار سزا په اړه ذکر نه دی راغلي. په عين وخت کې اسلام د لوړو اخلاقو ټولنه غواړي. اسلام، عيسويت او همدارنګه نور مذهبونه د نکاح پرته جنسي تعلقات ساتل نه معاف کوي او په دې اړه اسلام ډول ډول وړې او غټې سزاګانې ټاکلي او تعين کړي دي. زنا د لوی او غټ جرم په ډول پيژندل او ګڼل له قران څخه نه بلکې د حديث شريف په استناد راغلي دي.

علاوه پردې، د مرګ سزا د اسلامي فقې له مخې يواځې واده شويو کسانو ته ورکول کيدای شي، چې پرته له نکاح څخه جنسي او ناروا اړيکي ساتي. په اسلامي فقه او يا نورو کتابونو کې د هغه کسانو لپاره چې واده شوي نه وي، د مرګ سزا ذکر نه دی راغلي او دې ډول کسانو د پاره سخته سزا بدني او جسمي سزا ده، خو دا ډول سزا هم د کندز څخه د تښتيدلو لپاره نه شي توجيه کيدای. په حقيقت کې دوی پټ واده کړی ؤ. لکه مخکې يې چې ذکر وشو، چې دا ډول واده اعتبار لري.

د دې پرځای چې هغه ځوانانو ته چې غواړې ګډ ژوند او واده سره وکړي، سزا ورکړل شي، مذهبي ډلې بايد د دوی غوښتنې د مذهب له لارې حل او هوارې کړي او والدينو ته ووايې چې خپل اولادونه  په زور سره واده کولو ته مجبور نه کړي:

قال: الثيب أحق بنفسها من وليها والبكر يستأذنها أبوها في نفسها وإذنها صماتها . رواه مسلم .

(کونډه ښځه له ځان څخه زيات حق په خپل (والي) باندې لري، پلار بايد د خپلې ناواده لور څخه د هغې د نامزدۍ او واده کولو  پوښتنه وکړي او د هغې خوښه معلومه کړي، د هغې چپ پاتي کيدل د خوښې او رضا په معنی دی. حديث، امام مسلم

د دې پرځای چې قوم او دودپالنې ته اسلامي رنګ ورکړو، اې خدايه په افغانستان کې د اسلامي مذهبي عناصر تقويه او غښتلې کړې، چې د اسلامي لارښوونو په چوکاټ کې ټولنې ته ازادي او اصلاحات راوړي.

والله التوفيق