Mahad’ad-Dawa Institute

د کثافت صحیح ځای پر ځای کول: د لار نه خنډ لرې کولو یو شکل

په هغو ورځو کې زه نوې مسلمان شوی وم. پیښور ته نږدې په یو کلې کې اوسیدم. یوه ورځ ما و کتو چې یو سپین ګیرې سړی په لار باندې روان دی. د لار په منځ کې یوه تیګه پراته ده. دغه سړی تیګه را اخلې او د لار څنډې ته یې ږدي.

لکه ما و وی، په هغه وخت کې زه نوې په اسلام کې داخل شوی وم. زه نه پوهیدم چې سړي ولی داسې و کړ. د کلي امام نه ما تپوس و کړ. د لار په منځ کې یوه تیګه پراته وه، ما ور ته و وی. یو سړي تیګه را واخسته او څنډې ته یې کیښوده. هغې ولې دا کار و کړ؟

دا خو یو لوي سنّت دی، امام صاحب را ته و وی. دې ته ازالة الاذی عن طریق وایي د لار نه خنډ لرې کول. چرته چې د خلکو په لار کې یو خنډ پروت وي، ته به دا خنډ لرې کوی. ظاهره خبره ده چې د دې یو حقیقي معنی ده، او یوه استعاري معنی. که واقعي خنډ په لاړ کې پروت وي، لرې کوی به یې. او که د چا په مخکې یو تهدید یا چیلنج موجود وي، هغه تهدید به ور ته اسان کړی. یسّر و لا تعسر د خلکو بوج سپکول پکار دی: که د نورو لپاره مونږ کارونه نه اسانوو، نو مونږ څنګه طمع کولی شو چې الله به مونږ لپاره کارونه اسان کړي؟

زه همیشه هغه سړی، او دغه سنت یادوم کله چې زه د کثافت یو جز را اخلم او په کثافت داني کې یې ږدم. په دې کې یو بل اسلامي عمل تر سره کیږي چې ور ته وضع شیء في محله وايي یعني هر شی په خپل ځای کې کیښودل. پکار نه دی چې کثافت د لار په منځ کې پروت وي. دا یو ظلم دی ځکه چې د ظلم معنی وضع شیء في غير محله دى، يعني په غلط او نا مناسب ځای کې شی کیښودل. د کثافت صحیح ځای کثافت داني ده یا ډهیران.

دغه دوه وجوهات دي دې خبرې ته اشاره کوي چې یو مسلمان به ولې د صفایۍ علمبردار وي. په لار کې کثافت د خلکو په لار کې خنډ دی لرې کول یې پکار دی، هم په ظاهري معنو کې او هم په حقیقي معنو کې. بله دا چې کثافت په عام لار کې غورځول یو ظلم دی. نو د سنّت اطاعت او له ظلم نه ژغورنه له دې نه لوې محرک د مسلمان لپاره څه کیدی شي؟

دا خبره مې په دې پورې را یاده شوه چې بله ورځ، د چاپیریال صفایۍ په هکله، ما یوه شخص سره خبرې کولې. د کثافت غورځولو په هکله هغې و ویل چې دا احساس په خلکو کې کم دی چې ګوندې کثافت هر ځای کې نه دی اچول پکار خو په کوړه داني کې یې اچول پکار دی.

ما فکر و کړ چې هسې ډیرو مسلمانانو ته هم معلوم نه دی چې د چاپیریال په صفایۍ باندې اسلام څومره ټینګار کړی دی او څومره قوي قوي دلایل او بنیاد لري. په معهد الدعوه کې مونږ ځکه د چاپیریال ساتنې په هکله د درسونو یوه دوره شروع کړی ده. په دغو درسونو کې مونږ کوشش کوو چې دا خبره ښکاره کړو چې چاپیریال ساتنې ته اسلام څومره زیات اهمیت ورکړی دی. مسلمان ولې باید د چاپیریال ساتنې عالمبردار وي. لکه د ژوند په نورو ډګرو کې مسلمان باید یو داعي یا حق لار ته بلونکې وي، داسې د چاپیریال ساتنې په ډګر هم باید مسلمان د اسلام تعلیماتو په رڼا کې د چاپیریال ساتنې ښه اصول او عمل په طرف لکه کثافت په صحیح طریقه ځای پر ځای کول عامو وګړو ته دعوت و کړي.