Mahad’ad-Dawa Institute

د ټايمز مجلې مقاله

د ټايمز ورځپاڼې مقاله (زياتره سزاګانې اسلامي نه بلکې قومي او قبيلوي دي) د جامعة العلوم الاسلاميه مؤسس جان بټ ليکلي ده او خپله اسلامي پوهه يې په افغانستان کې ښځو ته د سزا ورکولو په اړه څرګنده کړي ده. هغه څيړنه چې ټايمز ورځپاڼې ترسره کړي ده؛ دا څرګندوي، چې اوس هم د افغانستان زياتره نارينه وګړي ددې ملاتړي دي، ترڅو هغه ښځو ته چې له ميړونو او کورونو څخه تښتي بايد د پوزې او غوږونو پرې کولو سزا ورکړل شي. که غواړئ دغه مقاله ولولئ دغه ځای کليک کړی. ددې ترڅنګ د جان بټ اصلي مقاله لاندې لوستلی شئ…

زياتره سزاګانې اسلامي نه بلکې قومي او قبيلوي دي

د اسلام له نظره د ټايمز ورځپاڼې پايلې او نتيجې د انديښنې وړ دي، خو د افغانستان  کلتور او تاريخ ته په کتو دغه پايلې ډيرې حيرانوونکي نه دي.

ځيني کسان چې د موضوع په اړه پوره او دقيق معلومات نه لري، په پريکړه او قضاوت کولو کې زړه نازړه وي. که چيرې د بي بي عايشې مثال را واخلو، چې له ميړه څخه وتښتيده او وروسته يې ورته پوزه پرې کړه. دغه ډول سزا چې انسان بدرنګوي په اسلام کې منع ده. دې ډول عمل ته په شرعي اصطلاح (متاله؟) ويل کيږي. دا هغه ډول عمل دی، چې د اسلام دښمنانو به ترسره کاوه، او حضرت محمد (ص) هغه غندلی دی.

ايا بي بي عايشه د اسلامي قانون له مخې د سزا مستحقه ده؟ که ځواب هو وي، څه ډول سزا بايد ورکړل شي؟ که چيرې په دې اړه قضاوت او پريکړه کيږي، بايد نوموړی کس په دې اړه ډير او پوره معلومات ولري. آيا ميړه په هغې ظلم کړی ؤ؟ آيا هغې د خاوند له ظلم څخه ځايي چارواکي يا د کورنۍ غړي خبر کړي وو؟ آيا د جبران کوم بل امکان ؤ؟ آيا هغې ته د طلاق پوره امکان او صلاحيت ؤ؟ د افغانستان قومي او قبيلوي حالاتو ته په کتو سره داسې نه بريښي، چې عايشې ته دې دغه صلاحيتونه او موقع برابرې وي. نو په داسې وخت کې د ددې ډول سزا هيڅ سوال نه را پورته کيږي.

دويمه قضيه چې د يوې حاملې کونډې ښځې وهل او سنګسارول ده ډيره روښانه ده. اسلام کونډې ښځې ته ډير قوت او فردي استقلال ورکړی، چې واده وکړي. په شرعي اصطلاح کې کونډې ښځې ته طيبه ويل کيږي. د حنفي مذهب، چې په افغانستان کې اکثريت لري، مطابق طيبه د خپل ځان پوره واک او اختيار لري. د اسلام له نظره، ستونزه داده، چې په افغاني ټولنه کې کونډې ښځې ته هغه حق او ازادي نه ورکول کيږي، کومه چې حنفي مذهب ورکړي، ترڅو د خپل راتلونکي په اړه تصميم ونيسي. يو ځل بيا، يو څوک د دې قضيې په اړه په پوره ډول نه شي پوهيدای، خو په بادغيس کې نوموړي کونډې کيدای شي د خپل حق ترلاسه کولو هڅه کړي وي، نو بيا په هغې باندې هيڅ ډول سزا نه شي عملي کيدای او کومه سزا چې هغې ته ورکړل شوي ده، يوه قومي او قبيلوي سزا ده، نه اسلامي.

څومره چې د دوو  (هلک او نجلی) د تيښتې خبره ده، زه د شيخ حسن جان- پخوانی د پېښور لوی اسلامي عالم، چې څو کاله وړاندې په يو ځانمرګي برېد کې ووژل شو- سره وم، چې له هغه څخه ورته پوښتنه وشوه. نوموړي وويل (( ځوانان بايد داسې ونه کړي.)) په دې مانا چې دوی بايد د کور مشران په اعتماد کې واخلي، هغه وويل (( که چيرې دوی وتښتي، هيڅوک هم په دوی باندې څه نه شي کولای، د اسلام له نظره د دوی واده اعتبار لري))

دا د اسلام له نظره وه، خو که چيرې يې له افغاني زوايې څخه وڅيړو، درې شيان بايد په نظر کې ونيول شي؛ قبيلوي بڼه، تاريخي بڼه او موجوده قانوني بڼه. قبيلوي افغانستان، چې اوسيدونکي يې په ځانګړي ډول د پاک-افغان پولې پر دواړو غاړو کې مېشت دي، د ښځو په اړه مسائلو کې د اسلامي حکم پر خلاف ډير جدي او سخت دي. هغه ځايونه چې دغه درې پيښې پکې ترسره شوي دي، که څه هم ځای يې دقيق نه دی، خو ګمان کيږي، چې دغه کار به پښتنو کړی وي، که چيرې داسې نه وي، نو دا د حيرانتيا خبره ده.

د پښتنو ارزښتونه چې په پښتونولۍ سره مشهور دي، د ښځو پر عزت او ناموس باندې ډير ټينګار کوي. په حقيقت کې د ناموس ساتل د سړيو لپاره يو وقار او ننګ دی. کيدای شي ځيني وخت د ناموس او عزت ساتلو له امله ناوړه او تحقيروونکي پايلې هم رامنځ ته شي، خو پښتون د خپل ناموس او پت ساتلو په خاطر دا هرڅه قبلوي. زما يوه کيسه په ياد ده، چې پېغله نجلي يو سپين ږيري سړي د پيسو په خاطر واده کړل شوه. د نجلۍ پلار دا د ځان لپاره ننګ باله، چې هغه نامزد شوي نجلۍ بايد نوموړي سپين ږيري ته واده کړي، چې پخوا يې ورسره خبره او وعده کړي وه. نوموړي نجلۍ – چې له ميړه څخه وتښتيده- په دې ځان تحقير احساسوه، چې لومړی خو يو سپين ږيري  ته واده کړل شوه، چې هغه سپين ږيری خاوند ورته مناسب او وړ نه ښکاريده، دوهم دا چې له خاوند څخه وتښتيده.

اوس يې له تاريخي اړخه څيړو او دا به موږ ته جوته کړي، چې ولې خلک له دومره ظلمانه سزاګانو څخه ملاتړ کوي. د تيرو ديرشو کالو جنګونو له امله افغانی ټولنه لا ظالمه شويده. ددې ظلم لويه پړه په غربي دولتونو هم پريوځې، ځکه دوی په ۱۹۸۰ کال کې د روسانو په مقابل کې مختلې جنګي ډلې حمايه کولې او د دوی کړنې به يې ستايلې. اوس موږ داسې مرحلې ته رسيدلي يو،  چې يو وخت چاته راته کيسه کوله، چې ځيني کسان له هغو ويډيوګانو څخه ډير خوند اخلي چې په هغه کې له کسانو څخه په قرار قرار سرونه پرې کيږي. نو دغه ټولنه ورځ تر بلې ظالمه کيږي، هيڅوک نه پوهيږي، چې دا به کله ودريږي.

اوس يې قانوني اړخ څيړو؛ په تيرو څو لسيزو کې افغانانو د طالبانو لاندې وخت تير کړی دی. له يوې خوا، کيدای شي څوک ووايې، چې په دې تيرو وختونو کې سختې سزاګانې خلکو ته ورکول شوي دي، له بلې خوا افغانانو په تېر کې بې غير د کوم قانون او حاکميت لاندې ژوند کړی دی. دغه دواړه ددې باعث شوي دي، چې خلک د طالبانو وخت غوندې واوسي.

د ټايمز څيړنې پر پايلو هيڅ حيرانتيا او تعجب نه دی پکار.  په راتلونکي کې هيڅوک هم د دولتي سستم سره مرسته او همکاري نه کوي. د انديښنې وړ خبره داده، چې غرب يا لويديځ په دې ډول شرايطو کې واک او اختيار دولت ته سپاري. کيدای شي څوک پوښتنه وکړي، چې کوم دولت ته؟

 جان بټ مسلمان شوی انګريز دی، چې له تيرو څلويښتو کالو راهسي په افغانستان کې مطالعه او کار کوي. ددې ترڅنګ چې د کمبريج په پوهنتون کې د امامت دنده اجرا کوي، د افغانستان په ختيخ کې يې د جامعة العلوم الاسلاميه په نوم پوهنتنو هم جوړ کړی دی.