Mahad’ad-Dawa Institute

ديوبند ته راګرځيدل

په دې ليدنه کې د جامعة العلوم رئيس او مؤسس سره د بي بي سي راډيو همکاران هم ورسره وو، چې په رئيس – د سولې امام – باندې يې خپرونه جوړوله.

د جامعة العلوم رئيس په ديوبند دارلعلوم کې د تيرو ۲۵ کالو په موده کې زيات تغييرات وليدل. د مثال په ډول هغه نوی او ستر جومات، چې د ديوبند د يو لومړني مؤسس مفتي رشيد احمد ګنګوهي په نوم نومول شوی دی، د يوبند ته زياته ښکلا ورکړي ده.

د ديوبند ټول کارکوونکې يواځې په دې نه وو خوشاله چې جان محمد بټ، لومړنی اروپايي الاصله ديوبند فارغ التحصيل، يو ځل بيا ګوري، بلکې په دې هم ډير خوشاله وو، چې د بي بي سي همکاران ورغلي دي او دوی ته موقع برابره شوي ده، ترڅو ووايې چې دوی خلکو ته سوله ور زده کوي او نورې ټولې ګنګوسې او افتراګانې هسي دروغ خبرې دي.

کله چې د جامعة العلوم مؤسس ديرش کاله پخوا ديوبند ته راتلو، نوموړی مخکې له مخکې ۱۰ کاله په سرحدي سيمه کې اوسيدلی ؤ، نو ځکه يې فارسي خبرې کولای شوې، خو اردو ژبه يې نه وه زده. ډيرو استادانو به هغه ته د يو افغان په سترګه کتل. نوموړی په لومړي ځل د مولانا عبدالخالق سره د عربي ادبياتو په ټولګې کې درس ته حاضر شو.

اوس جان بټ ډير خوښ دی، چې يو ځل بيا مولانا عبدالخالق (مدرسي) د ديوبند نائب مهتمم سره ګوري. د بي بي سی وياندې نادين غوري له مولانا عبدالخالق څخه پوښتنه وکړه (( تاسو جان بټ ته د انګريز ديوبند فارغ التحصيل په سترګه کتل که د افغان؟)) هغه ځواب ورکړه (( نه، موږ هغه ته د انګريز ديوبند فارغ التحصيل په سترګه کتل، مشر سړی.))

څنګه چې معلوميږې هماغه ډول جوړ شه، په دارالعلوم کې د جان بټ سره د افغان په څير رویه کيدله. جان بټ (وړه دوره) کوله او د بخاري درس ته ناست ؤ، چې د مولانا انظارشاه کشمیري د مشهور عالم او د بخاري مباصر  چې د (فيض الباري) په نوم يې کتاب هم ليکلی دی، مولانا انورشاه کشميري زوی لخوا درس ورکول کيده. مولانا انظارشاه کشميري په ټولګي کې ۵۰۰-۶۰۰ زده کوونکو ته ټوکه وکړه او ويې ويل: (( موږ نن وياړو او ډير عزتمن يو چې زموږ افغان په درس کې راسره ګډون کړی دی.))

اوسمهال د ديوبند چارواکي ليواله دي، چې يو ځل بیا بايد افغان زده کوونکي د تير په څير يعني د هندوستان بيليدو مخکې ۱۹۴۷، په دارلعلوم ديوبند کې زده کړې وکړي. خو اوس نه يواځې افغانان بلکې ټول خارجيان په دارلعلوم ديوبند کې د زده کړو کولو څخه محروم دي. او په دې سره په ديوبند پسې هغه افتراګانې چې ديوبنديان افراطيان دي نورې هم قوي شوي دی. په داسې حال کې چې د افراطيت خبرې مولانا عبدالخالق په کلکه او بيړه سره رد کړې او ويې ويل: (ديوبند د سولې او وروروالۍ پيغام وړاندې کوي.)

هرڅومره چې د سولې او مينې پيغام تکرار او خپريږي په هماغه اندازه د ديوبنديانو او پخپله د  اسلام په اړه غلط فهمي او غلط درک کميږي او په دې کې  د مسلمانانو او نړۍ خير دی.