Mahad’ad-Dawa Institute

خطبه: د راتلونکي عبادت په اړه فکر کول

خطبه، کمبريج پوهنتون / جامعة العلوم الاسلاميه

د کمبريج پوهنتون امام او د افغانستان د اسلامي پوهنتون (جامعة العلوم الاسلاميه) مؤسس او مشر، جان محمد بټ له خوا.

د جون ۱۰مه ، ۲۰۱۱

پيژندنه:

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ

ألْحَمْدُ للَّهِ، ألْحَمْدُ لِلَّهِ أَسْتَعِيْنُهُ وَ أَسْتَغْفِرُهُ وَ نُؤْمِنْ بِهِ وَ نَعُوْذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُوْرِ أنْفُسِنَا وَ مِنْ سَيِّأَتِ أَعْمَالِنَا. مَنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ وَ مَنْ يُّضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ.  وَ أَشْهَدُ أن لَّا إلَهَ الَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ، وَ أَشْهَدُ  أنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَ رَسُوْلُهُ، أَرْسَلَهّ بِالْحَقِّ بَشِيْرًا وَ نَظِيْرًا بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ. مَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَ رَسُوْلَهُ فَقَدْ رَشَدَ وَ مَنْ يَّعْصِهِمَا فَإِنَّهُ لَا يَضُرُّ إِلَّا نَفْسَهُ وَ لَا يَضُرُّ اللَّهَ شَيْئًا. أمَّا بَعْدُ، فَأَعُوْذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ، بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ. «وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الّإنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُوْن» وَ قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ إذَا رَأَى هَلَالَ رَجَبَ: أَللهُمَّ بَارِكْ لَنَا في رَجَبَ وَ شَعْبانَ وَ بَلِّغْنَا رَمَضَانَ. صَدَقَ اللهُ مَوْلانَا الْعَظِيْمِ، وَ صَدَقَ رَسُوْلُهُ نَبِيُّ الْكَرِيْمُ. وَ نَحْنُ عَلَى ذَالِكَ مِنَ الصَّادِقِيْنَ  وَ الشَّاكِرِيْنَ. وَ الْحَمْدُ للهِ رَبِّ الْعَالمِينَ

ژباړه: ټول ثنا او صفتونه د خدای ج لپاره دي، زه له هغه څخه مرسته او بښنه غواړم. موږ په هغه باندې ايمان او عقيده لرو. موږ په خدای ج سره له شيطان او ناوړه کارونو څخه پناه غواړو. هر هغه چاته چې خدای (ج) هدايت وکړي، هيڅوک يې ګمراه او بې لارې کولای نه شي او هر هغه چاته يې چې د ګمراه کولو اراده وشي، هيڅوک  هغې ته هدايت نه شي کولای. زه شاهدي ورکوم چې د خدای (ج) څخه پرته هيڅوک د عبادت لايق نشته.  هغه واحد ولاشريک دی. زه شاهدي ورکوم چې محمد (صلی الله عليه وسلم) د خدای ج په حقه پيغمبر او ويروونکی دی. هر هغه چا چې د خدای ج او د هغه پيغمبر لاره تعقيب او د هغې پيروی يې وکړه کامياب او د سمې لارې موندونکي دی او هر هغه چا چې له هغې څخه سرغړونه وکړه، خپل ځان يې په نقصان کې واچوه. هغه کس نه شي کولای چې الله ج ته کوم نقصان ورسوي. زه په الله ج سره د رټل شوي شيطان څخه پناه غواړم. د مهربان او بښونکي خدای ج په نوم سره پيل کوم: (( ما نه دي پيدا کړي انس او جن مګر د عبادت لپاره.)) او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم به چې کله د شعبان مياشت وليدله نو داسې به يې فرمايل: (( اې خدايه، ته په رجب او شعبان کې موږ باندې ورحميږې او د رمضان مياشتې ته ور ورسوې.))

لوی او متعال خدای او د هغه شريف پيغمبر صلی الله عيله وسلم رښتيني خبرې کړي دي. موږ د هغو کسانو په ډله کې يو، چې د هغوی په رښتينوالۍ باندې شاهدي ورکوو او د جهانونو خالق ثنا او صفت بيانوو.

خطبه:

زما اسلامي وروڼو او خويندو، زه چې کله د کال په همدې وخت کې په هراري کې مسجد ته ځم، زما هر وخت په ياد وي، چې د مسجد دروازې ترڅنګ سوري کې د هغه کاغذ ټوټه وګورم. په دغه کاغذ د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هغه خبرې ليکل شوي وي چې ما لږ مخکې تلاوت کړې:

أَللهُمَّ بَارِكْ لَنَا في رَجَبَ وَ شَعْبانَ وَ بَلِّغْنَا رَمَضَانَ.

اې خدايه، د رجب او شعبان په مياشت کې په موږ رحم وکړې او د رمضان مياشتې ته مو ور ورسوې.

لکه څرنګه چې تاسو پوهيږي، د رجب مياشت يوه اونۍ مخکې راختلي ده، نو ښه خبر دادی، چې رمضان ته يواځې دوه مياشتې پاتي شوې، هغې رمضان ته چې ته په ټوله معنی سره متوازنه وي، ډير په اسانی دوامدار ډول يې موږ تحمل او ځانونه ورسره عادي کړو. او رمضان په خپله موازنه راوستونکي ده. که چيرې ته په انګلستان کې دا فکر کوې، چې دلته ګرمي نشته، نو کولای شي چې د شپې تر نهو او لسو بجو پوري روژه ونيسي. خو هغه کسان چې په ګرمو هيوادونو او اقليمونو کې اوسيږي، د هغه په اړه فکر وکړه، چې څنګه ټوله ورځ روژه نيسي، په داسې حال کې يو څوک نيم ساعت مزل هم بې غير د اوبو نه شي کولاي. معجزه دلته ده، چې ته به تږی شې، خو دومره هم نه، څومره يې چې تا پخوا او وړاندې فکر کاوه. تير کال ما په ياد دي، چې په همدې موسم کې ټوله مياشت کې په هندوستان کې موسمي بارانونو (برسات) او وريځې وې، نو د دې امله هلته رمضان او روژه نيول سخت نه وو. نو ځکه رمضان (روژه) ځيني وخت ستونزمن او خينی وخت اسانه وي.

هغه څه چې زه يې دلته غواړم، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هغه مينه، غوښتنه او تلوسه ده، چې د رمضان لپاره يې لرله.کله يې چې د رجب مياشت وليدله چې د رمضان لپاره يوه معجزه ده، نو دغه غوښتنه او تلوسه يې نوره هم زياتيده او خپل صحابه کرام به يې تشويقول چې تل خدای تعالي په زړونو کې وساتي، ورځني عبادتونه او کارونه په منظم ډول ترسره کړي، امتحان ورکړي، ضروري وظيفې اجرا کړي او د ټولنې سره مرسته او همکاري وکړي.

هغه آيت شريف چې ما وړاندې تلاوت کړ( انس او جن) انس موږ خلک يو،  چې خاص د عبادت لپاره پيدا کړل شوي يو. او دا پر ځمکه باندې زموږ د موجوديت اصلي مقصد او موخه ده. خو خدای تعالی د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په واسطه يوه کړنلاره، طريقه کار جوړه کړي ده، چې له مخې يې موږ ، د دې لپاره چې د هميشني عبادت لپاره وړ او مستحق وبلل شو، بايد د ژوند يوه برخه په عملي عبادت کې هم تيره کړو.

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د معراج سفر په شپه دغه پنځه وختونه لمونځونه وضع کړای شول، تاسو ته به معلومه وي، چې پخوا په شپه او ورځ کې پنځوس وخته لمونځونه وو. حضرت محمد صلی الله عليه وسلم خپل سفر داسي بيانوي:

(کله چې زه موسی (ع) ته را وګرځيدم، هغه رانه پوښتنه وکړه، چې کوم عبادتونه درته وښودل شول، ما ورته وويل په شپه ورځ کې پنځوس لمونځونه، موسی (ع) راته وويل، ستا  امت نشي کولای په شپه ورځ کې پنځوس لمونځونه وکړي، زما دې په خدای قسم وي چې دا ما پخوا ازمايلي او امتحان کړي دي، ما ډير په جدي او ستونزمن ډول غوښتل چې په بني اسرائيلو باندې دغه عملي کړم، نو ځکه تاته وايم چې واپس خدای تعالی ته ورشه چې هرڅه درته روښانه کړي. ما همداسې وکړل، کله يې چې لس لمونځونه راته کم کړل او موسی (ع) ته راغلم، بيا يې هماغه پوښتنه رانه وکړه، زه بيرته بيا ورغلم او لس يې نور هم راته  کم کړم، بيرته موسی (ع) ته راغلم، بيا يې هماغه پوښتنه رانه وکړه او زه بيرته ورغلم، او لس لمونځونه يې نور هم راته کم کړل، بيرته موسی (ع) ته راغلم، بيا يې هماغه پوښتنه رانه وکړه او زه بيرته ورغلم او لس لمونځونه يې نور هم راته کم کړل، بيرته موسی (ع) ته راغلم، بيا يې هماغه پوښتنه رانه وکړه او زه بيرته خدای تعالی ته ورغلم پنځه لمونځونه يې نور هم راته کم کړل. کله چې موسی (ع) ته راغلم موسی (ع) راته وويل، ستا  امت نشي کولای په شپه ورځ کې پنځه لمونځونه وکړي، زما دې په خدای قسم وي چې دا ما پخوا ازمايلي او امتحان کړي دي، ما ډير په جدي او ستونزمن ډول غوښتل چې په بني اسرائيلو باندې دغه عملي کړم. ما په ځواب کې ورته وويل،  چې ما له خدای (ج) څخه څو ځله دا غوښتنه وکړه، اوس ځان راته خجالت ښکاري، خو زه اوس مطمئن يم. وروسته چې کله په هغو ګريه کوونکي را تيريدم چې ويل يې:

أَمْضَيْتُ فَرِيْضَتِىْ وَ خَفَّفْتُ عَنْ عِبَادِىْ

ما هغه څه عملي (قانوني وګرځول)  چې ما فرض ګرځولي وو او خپلو بندګانو ته مې هرڅه روښانه کړل.

خو د پنځه وخت لمونځ ترڅنګ، موږ نور څه هم لرو، چې زما د خطبې اصلي موضوع ده. هغه (کله چې يو لمونځ خلاص شي بل لمونځ ته انتظار کوئ) حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

ألا أدلكم على ما يمحو الله به الخطايا، و يرفع به الدرجات؟  قالوا بلى. قال: إسباغ الوضوء على المكاره، و كثرة الخطا إلى المساجد و انتظار الصّلاة بعد الصّلاة فذالكم الرّباط فذالكم الرّباط

ايا تاسو ته هغه څه ونه ښايم چې ستاسو ټولې خطاګانې له منځه وړي او مقام لوړوي؟ صحابه کرامو ورته وويل، خامخا يې راته وښايه. حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په ډيرو سختو حالاتو کې اودس وکړئ، مسجد ته د لمانځه لپاره ډير مزل وکړئ او د اخري لمونځ څخه وروسته د راتلونکي لمونځ لپاره انتظار وکړئ. دا هغه څه دي، چې ستاسو د روح څخه په منظم او ثابت ډول ساتنه کوي.

په دې حديث کې اخرني دوه عناصر تر ډيره بايدپه لفظي معني سره استعمال نه کړل شي. زه هغه مسلمان شوی کس پيژنم چې يواځې په څو قدمونو سره جومات ته رسيږي، او زه مطمئن يم چې په دې سره به الله تعالی هغه ته پوره اجر  ورکول کيږي، او همدارنګه هغه ته به هم الله تعالی پوره اجر ورکوي، چې هغه ډير ځله جومات ته  په دې مقصد ځي او راخي چې د هغه روح او وجود سالم پاتي شي. د حديث شريف دويمه برخه يواځې دا معني نه لري، چې يو څوک دې په جومات کې کينې او چې کله يې يو لمونځ وکړ، نو د راتلونکي لمونځ لپاره دې انتظار وکړي. يعني چې کله يې لمونځ وکړ له جومات څخه دې راووځي او د راتلونکي لمونځ لپاره دې په تلوسه او مينه کې پاتي شي، يعني همداسې د لمانځه د تلوسې او فکر په حالت کې د ورځې نور کارونه هم وکړي، ځکه دا د ټولنې غوښتنه او ضرورت دی. کله چې يو څوک د راتلونکي لمانځه تلوسه او مينه په زړه کې لري، داسي معني لري، لکه چې په ورځ کې يې پنځوس لمونځونه کړي وي.

زما پلار عيسوي ؤ، د نورو عيسويانو غوندې به په اونۍ کې يو ځل کليسا ته تلو، څرنګه چې زه د پنخه وخته تګ سره بلد وم، ما ورڅخه پوښتنه وکړه، چې ايا په اونۍ کې يو ځل تګ کافی دی؟ دا ډير عادي او کم نه دی؟ هغه راته وويل، همداسې ده. دا دومره غټه کيسه نه ده، دا به غوره وي، که يو څوک په اونۍ کې ډير ځله کليسا ته لاړ شي، خو په اونۍ کې يو ځل تګ هم انسان د خدای لور ته کشولی او رهبري کولای شي. دا ډيره درسته خبره ده. زه په دې باور يم چې موږ مسلمانان د خدای پر لور ډيرې رهبرۍ او کشولو ته ضرورت لرو، افغانان هم وايې – شيطان ډير قوی دی – نو ځکه موږ د دې پرځای چې په اونۍ کې يو ځل ولاړ شو، په ورځ کې پنځه ځله ځو. او همدارنګه د رمضان مثال هم دی، چې په کال کې يوه مياشت وي او حتی که دغه عمل ډير تکرار او عملي شي دا يو ښه او سخت کار او عمل دی.

نو اوس څنګه دغه په لمانځه کې ژوند د لمانځه څخه د باندې ژوند کې دخيل دی؟ په دې ګڼ کلتوريز او ټولنيز ژوند کې موږ يو نمونه يي اسلامي ژوند کوو، موږ بايد خپل ځان ته د خپلې عقيدې د تمثيلوونکي په توګه وګورو، چې په بشپړ ډول رښتينوالي، سپيڅليتا، ايمانداري، لوړ اخلاق او د نورو سره په معاملو کې رښتينوالي په ځانونو کې راولو. که چيري د پوهاند ارنولډ اسلامي تبليغ ته وګورو، ډيری کسان د هغوی سره د رښتينوالۍ او سخاوت په واسطه کولای شو، د ځپل تاثير لاندې راولو، لکه مسلمانو تاجرانو چې په چين او اندونيزيا کې ډير کسان متاثره کړل او هغوی اسلام قبول کړ. څو لسيزې وړاندې زما د قران کريم استاد ماته په سرحدي سيمه کې د محمد بن قاسم کيسه کوله چې هغه او د هغه پوځيان سيند ته را ورسيدل، د هغه تقوا او پرهيزګارۍ ډير خلک متاثره کړل، عموماً دا ډير کم ليدل کيږي، په داسې حال کې چې ستا پوځ هم قوي او هم غښتلی وي. دا هغه خويونه او عادتونه دي، چې د يو مسلمان سره ښيي، د هغه مسلمان سره چې په ورځ کې  پنځه وخته لمونځ کوي، داسې چې ګواکې ټوله ورځ په لمانځ کې دي.

همداسې بايد د رمضان په اړه هم وشي، کله چې مسلمانانو ورستی فريضه پوره کړه، نو بايد د راتلونکې هغې لپاره تلوسه او مينه ولري، چې يولس مياشتې وروسته بيا راځي. ځيني وخت د مسلمانانو سره د رمضان تلوسه دومره زياته شي چې مستحبې روژې هم نيسي.  د مثال په ډول د رمضان څخه په وروسته مياشت، شعبان کې د شپږو روژو نيول، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي: (( هر چا چې رمضان المبارک مياشت روژه ونيوله او وروسته يې د شوال په مياشت کې هم شپږ ورځې روژه ونيوله، لکه ټول عمر يې چې روژه نيولي وي.)) او همدارنګه که چا له روژې څخه مخکې هم روژه ونيوله غوره طريقه ده، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم بي بي حضرت  عايشه  (رض) فرمايي:

و ما رأيته في شهر أكثر منه صيامًا في شعبان

ما د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دومره زياتې مستحبې روژې د شعبان مياشتې څخه بغير بل کوم وخت نه دي ليدلي.

د هميشنۍ روژې ساتلو لپاره زياتې لارې او طريقې شته، لکه څرنګه چې پنځه وخته لمونځ د پنځوسو وختونو لپاره دی.