یکشنبه , اکتوبر 25 2020
enfaps

کورونا او پټ پیغامونه

څانګه:‌ د ژورنالزم او ابلاغ عامې څانګه

کورس: په عصري چوکاټ کې روایتي کیسه ګوي

د درس موضوع: حدیث، کورونا او پټ پیغامونه

ذو القعدة ۲۵، ۱۴۴۱ هـ ق

د افغانستان په موبایل شبکو باندې به مخکې د کورونا د مخ نیوۍ په هکله، د نورو پیغامونو سره سره، دغه پیغام هم راتلو چې

د کورونا د مخ نیوۍ لپاره ویټامین سي لرونکي شیان لکه لیمو، نرنج او مالټې ډیر خوړئ

په دې پیغام کې دوه مشکلات دي، یو دا چې د دې څه ثبوت نشته دی چې د ویټامین سي لرونکي شیانو له خوړلو نه د کورونا وایرس مخ نیوۍ کیږي. بلکه تجربه د دې په خلاف ګواهي ورکوي لکه په دې مضمون کې یې تفصیل کیږي:

https://www.healthline.com/nutrition/vitamin-c-coronavirus

باید و ویل شي چې داسې معلومیږي چې دا پیغام او حذف شوی دی او د افغانستان په موبایل شبکو باندې نه اوریدل کیږي، لکه مخکې به اوریدل کیدو.

خو په هر حالت کې، په دې خبره کې یو بل مشکل دی. په دې خبره کې یو پټ پیغام پروت دی. که تاسو خلکو ته و وایئ، چې ویټامین سي لرونکی خوراک به تاسو د کورونا وایرس نه و ساتي، نو پټ پیغام په دې کې دا دی چې خیر دی: ویټامین سي لرونکي شیان به و خوړو، د کورونا نه به که خیر وي و ژغورل شو. مونږ ته د نورو، مهمو مخ نیویو، لکه فاصله او واټن ساتل، لاسونه لمینځل، مخ پټول او داسې نور، مرعات کول ضروري نه دی. دا یو پټ او مضر پیغام دی چې په دې خبره کې پروت دی. 

یو عام خیال دی چې ویټامین سي لرونکی خوراک به خلک د کورونا وایرس نه و ساتي. دا خبره صحیح نه ده او په دې خبره کې یو پټ پیغام پروت دی

دې ته پټ پیغام واېي: په صحي، یا په نورو برخو کې، تاسو خلکو ته یو پیغام ورکوئ، خو په عین وخت کې تاسو یو پټ پیغام ورکوئ چې  نور، مهمو پیغامونو ته ضرر رسوي.

د پټ پیغام مثال په حدیث کې شته دی. د معاذ بن جبل رضي الله عنه روایت دی چې یوه ورځ د رسول الله صلّی الله علیه و سلّم سره په کچره باندې سوار و، به داسې حال کې چې د ده او د رسول الله تر منځ یوازې د کچرې د زینې وروستنې حصه وه، چې رسول الله صلّی الله علیه و سلّم ور ته و ویل:

ایا پوهیږې معاذ چې څه شی دی چې الله حق لري چې له خپلو بندګانو څخه و غواړي، او څه شي دی چې بندګان حق لري چې له الله څخه و غواړي؟ معاذ و ویل چې الله او د هغه پیغامبر ښه پوهیږي. نو هغه و ویل چې الله حق لري چې د هغه بندګان به د هغه عبادت و کړي، او هغه سره به څوک شریک و نه ګرځوي، او بندګان دا حق لري چې الله به هغه کس نه په عذابوي چې الله سره یې شریک نه وي ګرځولی. نو معاذ و ویل ای د الله پیغامبره، ایا دا خبر زه خلکو نه و نه رسوم؟ رسول الله صلی الله علیه و سلّم و ویل چې مه یې ور ته رسوه، هسې نه چې دوی په هغې باندی تکیه و کړي.

عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رضي الله عنه قَالَ: كُنْتُ رِدْفَ رَسُولِ اللّهِ صلى الله عليه و سلم عَلَى حِمَارٍ يُقَالُ لَهُ عُفَيْرٌ. قَالَ: فَقَالَ: يَا مُعَاذُ! أَتَدْرِي مَا حَقُّ اللّهِ عَلَى الْعِبَادِ وما حقُّ العبادِ عَلَى الله؟ قَالَ قُلْتُذ: الله وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «فَإِنَّ حَقَّ اللّهِ عَلَى الْعِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوا اللّهِ وَلاَ يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً. وَحَقُّ الْعِبَادِ عَلَى اللّهِ عَزَّ وَجَلَّ أَنْ لاَ يُعَذِّبَ مَنْ لاَ يُشْرِكُ بِهِ شَيْئاً». قَالَ قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللّهِ! أَفَلاَ أُبَشِّرُ النَّاسَ؟ قَالَ: «لاَ تُبَشِّرْهُمْ. فَيَتَّكِلُوا.»

(مقفق علیه)

دلته پټ بیغام په دې خبره کې دی چې «الله به هغه کس نه په عذابوي چې د الله سره څوک شریک نه ګرځوي.» او پټ پیغام څه شی دی؟ پټ بیغام هغه دی چې که دا پیغام خلک اوري، نو په دې خیرې باندې به تکیه و کړي او لمونځ، روژه او داسې نور دینی فرایض به پریږدي.

انشاء الله مونږ به په راتلونکی درس کې په رادیوي ډرامه د پټو پیغامونو یو څو مثالونه ورکړو، خو که اوس تر ادیانو پورې محدود پاتي شو، تقریبًا د هر یو مذهب په تعلیماتو کې یو پټ پیغام پروت دی.

مثلًا هندو دهرم او بودا مذهب دواړه د تناسخ، یعني د یو روح بیا په دنیا کې مجسم کیدو قایل دی. دلته پټ پیغام څه دی؟پټ پیغام دا دی چې په دغه ژوند کې چې سړی هر څه کوي، پرواه نه کوي، ځکه چې په راتلونکی ژوند کې سړی یې تلافي کولی شي.

د عیسایانو حساب هم ده ته ورته دی. د دوی د عقیدې سره سم، عیسی علیه السّلام دې لپاره خپل ژوند د لاسه ورکړ او پردار شو چې د انسانانو ژوند و ژغوري او دوی نجات و مومي. دغې عقیدې ته د کفارې عقیده واېي. د کفارې عقیده هم داسې ده لکه د تناسخ عقیده. په دې کې یو پټ او مضر پیغام دی: عیسی علیه السّلام زمونږ د ګناهونو کفاره ورکړې ده. اوس مونږ چې هر څومره ګناهونه و کړو، مونږ به نجات و مومو.

هر کله چې مونږ د صحت یا په نورو برخو کې د ضروري پیغامونو رسولو لپاره رادیوي ډرامه جوړه کړو، لکه په افغانستان کې نوی کور، نوی ژوند یا د پولې پورې ډرامه ده، نو مونږ باید له پټو پیغامونو په سلسله کې ډیر احطیات و کړو. په راتلونکي درس کې به انشاء الله په رادیوي ډرامه کې داسې پټو پیغامونه ته مزید کتنه و کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *