شنبه , اکتوبر 31 2020
enfaps
کور / د زده کړو زريعې / سیاسي علوم / تهذیب الاخلاق/تزکیة النفس / له ګوښه کیدو نه پوره ګټه پورته کول

له ګوښه کیدو نه پوره ګټه پورته کول

سیاسي علوم

تزکیة النفس

۵ رمضان،  ۱۴۴۱ هـ ش

د ګوښه والۍ نه ګټه پورته کول

په تیر درس کی دې ته کتنه و شوه چې د وبا په وخت کې ځنی تدابیر خپلول پکار دي. په دغو تدابیرو کې خپل ځان په کور کې ګوښه کول هم راځي.

په دې درس کې مونږ دغې خبرې ته کتنه کول غواړو چې مونږ د دې ګوښه کیدو نه څه عبرت ترلاسه کولای شو، څه روحاني ګټه ترې پورته کولې شو.

ظاهره خبره ده چې یوه نړیواله وبا، لکه د کورونا وبا ده، څه د خوشحالۍ خبره نه ده. دا د غم خبره ده. انسانانو لپاره یو مصیبت دی. د کورونا مقابله باید د صبر او استقامت په ذریعه و شي:‌

عن سهیب بن سنان، قال قال رسول الله صلی الله علیه و سلّم: عجبًا لامر المومن انّ امره کله خیر و لیس ذالک لاحد الّا للمومن. ان اصابته سرّاء شکر فهو خیرًا له، و ان اصابته ضراء صبر و هو خیر له.

د صهیب بن سنان نه روایت دی چې په مسلم کې نقل شوی دی چې رسول الله صلّی الله علیه و سلّم ویلی و: دا عجیبه خبره ده چې د مومن لپاره هره خبره د خیر وي، او دا خبره یوازې و ایمان لرونکي لپاره وي. که خوشحالی ور ته و رسیږي، نو هغه شکر کوی، چې دا شکر هغه لپاره د خیر سبب ګرځي او که ضرر ور ته و رسیږي، نو صبر کوي او هغه هم د ده لپاره د خیر سبب ګرځي.

(مسلم)

اولیا کرام همیشه د فکر، ذکر او عبادت لپاره ګوښه کینستل خوښ کړی دی. په دې عکس کې د مولانا اشرف علي تهانوي د شیخ حاجي امداد الله خلوتګاه په نهانه بهون، هندوستان کې تاسو ته ښکاري

په یو بل حدیث کې، رسول الله صلّی الله علیه و سلّم د وبا عذاب ته «رحمة للمؤمنین» ویلی و. لاندې مونږ یو څو مثالونه لیکلې دي. دا مثالونه ښايي چې دا وبا چې په ظاهره یو عذاب دی، د دغو موضوعاتو په هکله د فکر کولو په ذریعه، څنګه د مؤمنانو لپاره رحمت ګرځیدای شي

۱

د دنیاوي فکر پرځای اخروي فکر کول

اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ ۖ …… وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ

تاسو پوه شئ چې بېشكه دنيايي ژوند يواځې لوبې او عبث او زینت او په خپل مینځ یو په بل باندې فخر كول دي او په یو بل باندې په مالونو او اولادونو كې ډېر والى كول دي ……. او دنيايي ژوند نه دى مګر د دوكې (او غولېدلو) سامان دى

(الحدید، ۲۰)

جدید دنیا څومره محکم معلومیږي. ټول ساز او سامان  یې برابر او منظم دی. داسې معلومیږي چې په هیڅ شان دغه  دنیا چې انسانانو جوړه کړې ده ورانیدای نه شي، پوره سیستم یې مکمل معلومیږي ـ خو بیا د کورونا غوندې وبا په دنیا باندې حاوي شي او هر څه تس نس شي. هغه سیستم چې نه ورانیدونکې ښکاریدو د یو تیریدونکې دوکې په توګه ښکاره شي، لکه پورته د قرآن شریف په آیت کې چې راغلی دی.

۲

ټول قدرت د الله په لاس کې دی

وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِنْ يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ ۚ يُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ

او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه له تا سره د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

(یونس، ۱۰۷)

د انسان به فکر خپل دنیاوي انتظامات یې دومره قوي دي چې دا خبره یې بیخې هیره شوې ده چې حالات زمونږ د قدرت لاندې نه، خو د الله تر قدرت لاندې ترسره کیږي. د کورونا وبا د الله په مقابله کې زمونږ بې بسي په ډاګه کړې ده.

۳

دنیاوي انکشاف په قدرتي چاپیریال باندې منفي اغیزه

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

په وچه او لونده (بر او بحر) كې فساد خور شو، په سبب د هغو (عملونو) چې د خلقو لاسونو كړي دي، د دې لپاره چې هغه (الله) په دوى ځینې برخه (د سزا) د هغو عملونو وڅكوي چې دوى كړي دي، د دې لپاره چې دوى راواپس شي

(الرّوم، ۴۱)

د دنیاوي او مادي انکشاف سره سره، باید انسان خپل قدرتي چاپیریال ته هم فکر و کړي، اوبو، زمکه  او هوا باید ډیر زیات ککړ نه شي. خو دغه شي ته انسان فکر نه کوي. اوس د وبا په وجه د دکانونو او کارخانو د بندیدو، او د ګاډو او جهازونو د نه چلیدو نه وروستو، هوا څومره صاف معلومیږي. باید په آینده کې دې ته پام لرنه و شي چې د انکشاف او ترقۍ سره سره، د خپل چاپیریال هم خیال و ساتل شي.

په یو راتلونکی درس کې، چې د مرکز التسهیل و التوجیهـ د چاپیریال ساتنې درسونو سره به اړه لري، مونږ به که خیر وي دې ته کتنه و کړو چې مونږ له د کورونا وبا نه د چاپیریال ساتنې په سلسله کې، څه عبرت ترلاسه کولی شو.

  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *