د اسلام پیژندنې مرکز
۲۵ رمضان، ۱۴۴۱ هـ ق
صوم النهار و قیام اللیل
هر څوک پوهیږي چې مسلمانان د روژې په میاشت کې د ورځې روژه ساتي، خو دا خبره دومره مشهوره نه ده چې مسلمانان نه یوازې د روژې په میاشت کې روژه ساتي: دوی د شپې قیام اللیل هم کوي، یعني د شپې په ډیره حصه کې دوی باید په لمانځو ولاړ وي.
په دغه قیام اللیل کې د تراویح لمونځ خو بیا نسبتًا زیات مشهور دي. د تراویحو په لمانخو کې مسلمانان په جمات کې د جمع لمونځ ادا کوي. په دغو لمانځو کې شل رکعته لمونځ وي، او په یو یو رکعت کې د قرآن پاک یوه یوه حصه قرات کیږي. اکثر، د تراویحو په لمانځو کې، د روژې په پوره میاشت کې، پوره قرآن شریف لوستل کیږي. انشاء الله په دې هکله به په یو راتلونکی درس کې خبرې کیږي، کله چې مونږ د قرآن او د رمضان د خصوصي اړیکو ته خاص توجه و کړو.
د شپې د جمعې لمونځ د روژې په میاشت کې ادا کول د اسلامي نړۍ یو ستر رواج دی. خو اوسد کورونا په وخت کې د شپې لمونځ سړو ته هم، په کور کې ادا کولو نه ګټه پورته کول پکار دی
فی الحال مونږ په رمضان کې د ورخې روژې او د شپې لمانځو په زورداره نسخه باندې تاکید کول غواړو. ظاهره خبره ده چې دا څه اسانه خبره نه ده، د ورځې روژه ساتل او د شپې ډیره حصه په لمانځو باندې تیرول. دومره ستره مجاهده د کوم مقصد لپاره ده؟
یو صحیح حدیث قدسي دی چې د دغې خبرې راز ښکاره کوي:
قال الله تعالی: «الصوم لی و انا اجزی به»
(متفق علیه)
یعنی الله پاک وايي: روژه د ما لپاره ده، او زه یې جزا ورکوم
هر کله چې یو بنده روژه ساتي، ټوله ورځ په ځان باندې لوږه تیروي، نو دا لازمي خبره ده چې د خدای لپاره به دا کار کوي. د الله نه علاوه، بل څوک دا نه ویني چې سړی روژه ساتي او که نه ساتي. بنده پوهیږي چې الله ما ویني، نو هله روژه ساتي.
دا خبره د شپې لمانځو لپاره هم رښتیا ده. یوازې الله دا ویني چې د شپې بنده پاڅي او الله ته په لمانځو کې ادریږي، لکه چې په سوره مزمل کې راځي:
إِنَّ رَبَّكَ يَعۡلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدۡنَىٰ مِن ثُلُثَيِ ٱلَّيۡلِ وَنِصۡفَهُۥ وَثُلُثَهُۥ وَطَآئِفَةٞ مِّنَ ٱلَّذِينَ مَعَكَۚ
بېشكه ستا رب یقینًا په دې پوهېږي چې ته د شپې (په درې برخو كې) له دوو نه لږ كم (لمانحهٔ ته) پاڅېږې او (كله) د دې نیمه برخه او (كله) دریمه برخه (هم) او له هغو كسانو
نه یوه ډله هم چې له تا سره دي
(المزمّل، ۲۰)
د تراویح لمونځ په اسلام کې له عمر فاروق رضي الله عنه له وخت نه رایج دي. دا چې خلک دې په جمع د تراویح لمونځ و کړي، حضرت عمر د دې هڅونه هم کړې ده، او بیا هر کله چې یې و کتو چې مسلمانان د تراویح لمونځ په جمع کوي، نو «ښه بدعت» یې ور ته ویلی دی، ځو سره سره یې د خبردارۍ یوه ټکۍ اضافه کړې ده:
نعمت البدعة هذه ، والتي تنامون عنها أفضل من التي تقومون – يريد آخر الليل – وكان الناس يقومون أوله
(بخاری)
دا خو یو ښه بدعت دی، خو هغه شی چې له تاسو نه د خوب به وجه پاتی کیږي له دې نه هم غوره دی – یعني د شپې به اخري حصه کې لمونځ ادا کول – په داسې حال کې چې خلک به د شپې په ړومبې حصه کې په لمانځو باندې ادریدل.
اوس چې د کورونا وبا په وجه په هر وطن کې علما خپلو مقتدیانو ته توصیه کوي چې د رمضان د شپې لمونځ په کورونو کې ادا کړي، نو دا خبره د مسلمانو لپاره یو ښه موقع او چانس په لاس کې ورکوي چې دوی د شپې ناوخته، یعني د شپې په دویمه یا دریمه حصه کې، هغه لمونځونه په خپلو کورونو کې و کړي چې حضرت عمر ور ته «افضل من الّتی تقومون» ویلي دي، یعني له هغو لمانځو نه غوره لمونځ چې تاسو د شپې په اوله حصه کې ادا کوئ.
په ژوند کې یو کشف کول – چې په انګلیسي کې ور ته Discovery واېي ـ اسان کار نه دی. دې لپاره تلاش کوونکی باید انتهایي جدوجهد و کړي. دا خبره هر یو کشف لپاره رښتیا راځي، په هر یو ډګر کې چې وي. حال دا چې دنیاوي کشف پرته د جدوجهد نه نه تر لاسه کیږي، دا څنګه کیدای شي چې مونږ د ټولو نه لوی کشف – یعنی الله تعالی بیاموندل – پرته د مجاهدې نه و کړو؟ دې لپاره داسې مجاهده پکار دی، لکه د ورځې روژه ساتل، د شپې په لمانخو باندې ادریدل، او دا ټول یوازې دې لپاره چې د الله ته خوښ شو، او د الله رضا حاصل کړو،
اوس وخت دی چې مونږ دا جدوجهد و کړو. دا دومره لوی لاس ته راوړنې لپاره نسبتًا ډیر وړوکی قیمت دی.