شنبه , اکتوبر 31 2020
enfaps

سپي ساتل

معهد الدّعوه انسټیټیوټ

مرکز التسهیل و التوجیهـ

حقوق العباد (Human Rights)

٢٢ شعبان، ١٤٤١ ه ق

سپي ساتل

د افغانستان په اطرافو کې به تاسې لیدلي وي چې، کله د ماین پاکۍ کار کیږي، نو په ساحه کې ماین د سپي په واسطه  پیدا کوي. کوم ځای کې چې ماین وي، هلته کیني او هلته انتظار کوي تر څو چې نفر راشي. دا نن سبا په زمانه کې د سپو يو ښه عمل دی، چې دې لپاره یې تربیه اخستی وي.

په قرآن او حدیث کې د سپو لپاره یو څو ښه عملونه ښودل شوي دي. مثلًا څوکیداري کول، لکه د اصحاب کهف لپاره د دوی سپي څوکیداري کړې وه:

وَكَلۡبُهُم بَٰسِطٞ ذِرَاعَيۡهِ بِٱلۡوَصِيدِۚ

او د دوى سپى (د غار) په خولې كې د خپلو څنګلو غځوونكى دى

(الکهف، ۱۸)

د ترکیه په افسوس کې د اصحاب کهف غار (د ترکیې د لرعونو اثارو نیوز)

د اصحاب کهف په ساتنه کې د دوی د سپي – چې نوم یې فطمیر و – دومره مهم و چې په قرآن پاک کې داسې ذکر کیږي لکه چې د اصحاب کهف په شمار کې ده هم شامل و:

سَيَقُولُونَ ثَلَٰثَةٞ رَّابِعُهُمۡ كَلۡبُهُمۡ وَيَقُولُونَ خَمۡسَةٞ سَادِسُهُمۡ كَلۡبُهُمۡ رَجۡمَۢا بِٱلۡغَيۡبِۖ وَيَقُولُونَ سَبۡعَةٞ

وَثَامِنُهُمۡ كَلۡبُهُمۡۚ قُل رَّبِّيٓ أَعۡلَمُ بِعِدَّتِهِم

ژر به دغه (خلک) وايي چې (دوى) درې دي، د دوى څلورم د دوى سپى دى او وايي به ځينې چې (دوى) پنځه دي، د دوى شپږم د دوى سپى دى، په داسې حال كې چې بې نښې نالیدلي ویشتل كوي او وايي به چې (دوى) اوه دي او د دوى اتم د دوى سپى دى، ته ووایه: زما رب د دوى پر شمېر ښه عالم دى.

(الکهف، ۲۲)

د سپو يو بل عمل چې په قرآن پاک کې ذکر شوی دی ښکار کول دی:

يَسۡـَٔلُونَكَ مَاذَآ أُحِلَّ لَهُمۡۖ قُلۡ أُحِلَّ لَكُمُ ٱلطَّيِّبَٰتُ وَمَا عَلَّمۡتُم مِّنَ ٱلۡجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ ٱللَّهُۖ فَكُلُواْ مِمَّآ أَمۡسَكۡنَ عَلَيۡكُمۡ وَٱذۡكُرُواْ ٱسۡمَ ٱللَّهِ عَلَيۡهِۖ

دوى له تا نه پوښتنه كوي چې د دوى لپاره څه حلال كړى شوي دي، ته (ورته) ووایه: تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شوي دي او هغه (ښكار د) ښكاري حیواناتو چې تاسو تربیه كړي وي، چې ښكاري جوړوونكي یئ، چې تاسو دوى ته له هغه علمه نه ښوونه كوئ چې الله تاسو ته ښوولى دى، نو تاسو خورئ له هغه (ښكار) نه چې دغو (ښكاري حیواناتو) تاسو لپاره نیولى وي او تاسو پر هغه د الله نوم یادوئ

(المایدة، ٤)

سپی چې څنګه دښکار لپاره تربیه اخلي، داسې د مختلفو کارونو لپاره تربیه اخستی شي، په خصوصي توګه په جدید زمانه کې. مثلًا ړاندو خلکو ته د لار ښونې لپاره.

په ګمرکونو او هواي میدانونو کې سپو ته تربیه ورکړل شوې وي او د تلاشۍ لپاره کار ترې اخستل کیږي. دوی د خلکو په سامانونو کې مخدر مواد، مواد منفجره او داسې نور خطرناک شیان په ډیر مهارت سره پیدا کولای شي.

د سپو د ماین د پیدا کولو مهارت مونږ پاس کتلی دی.

ځنې خلک د جنګولو لپاره سپي ساتي. دا په اسلام کې منع ده او سخت ظلم دی‫:

عن ابن عباس نهی رسول الله صلّی الله علیه و سلّم عن التحریش بین البهایم.

د ابن عبّاس رضي الله عنهما د وینا سره سم، رسول الله صلّي الله علیه و سلّم د دې کار څخه منع کړې ده  چې ځناور د یو بل سره د جنګیدو لپاره و هڅول شي.

(ترمذي و نسائي‫)

په اسلام کې دا خبره هم منع ده چې په کور کې دننه سپی و ساتل شي، لکه د کورنۍ یو غړی وي، لکه په غرب کې اکثر داسې کیږي. دا خبره د اسلام د ژوند طرز سره سمون نه لري:

ما من اهل بیت یرتبطون کلبًا الّا نقص من عملهم کل یوم قیراط الّا کلب

صید او کلب حرث او کلب غنم.

هره کورنۍ  چې ځان د سپي سره پیوسته کوي، نو هره ورځ به د دوی د اعمالو نه یو قیراط کمیږي، مګر که د ښکار سپی وي، یا د فصل او یا د پسونو د ساتلو لپاره وي،

(د رسول الله صلّي الله علیه و سلّم دا حدیث په ترمذي او نسائي کې له عبدالله بن مغفّل نه نقل شوی دی)

په اصل کې اسلام غواړي چې هر یو ځناور په خپل قدرتي چاپیریال وي، او هغه کار ترسره کړي چې خدای هغه لپاره پیدا کړی وي. داسې خدای هم خوشحال وي، ځناور هم او بني آدم هم. والله اعلم.

– جان محمد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *