یکشنبه , اکتوبر 25 2020
enfaps
کور / د زده کړو زريعې / یوناني طب / د کورونا د مخ نیوۍ لپاره د ټولنې په منځ کې پرهیز کول

د کورونا د مخ نیوۍ لپاره د ټولنې په منځ کې پرهیز کول

څانګه: یوناني طب

۲۷ شوّال، ۱۴۴۱ هـ ق

درس: د کورونا مخ نیوۍ لپاره په ټولنه کې ځان ساتل

په معهد الدّعوه کې د کورونا د مخ نیوۍ، او د کورونا نه د پرهیز کولو په هکله، څو درسونو شوي دي. په دغو درسونو کې په تفصیل سره ویل شوی دی چې د کورونا د مخ نیوۍ لپاره څه څه ګامونه عملي شوي دي، او څه اخستل پکار دی.

یو ګام د خلکو ګوښه کیدل و، یعني په کور کې پاتی کیدل:

«د کورونا مطلب دی په کورونو کې وه»

دې ته هم مونږ کتنه و کړه چې د خلکو، په کورو کې د پاتي کیدو په وجه، په چاپیریال باندې ډیر ښه اثر و شو، ځکه چې ټول خلک په کورونو کې وو، کار خانې بندې وې. ګاډي او هغه شیان چې ککړتیا جوړوي، په سرکونو باندې ډیر کم ګرځیدل، نو طبعي خبره وه چې په فضا کې ککړتیا هم ډیره کمه شوه.

په چاپیریال باندې چې د خلکو، په کورونو کې د پاتي کیدو په وجه، اثر چې هر څومره ښه و، خو بیا هم اقتصادي تقاضا دا ده چې په کورونو کې د پاتي کیدو پر ځای، خلک به کارونو باندې لاس پورې کړي، نو په دې وجه اوس له کورو نه خلک کارو ته ځي، یعني د ګوښه کیدو پر ځای، باید خلک په ټولنه کې پاتي شي، خو په ټولنه کې باید له هغې نه هم زیاته پام لرنه و کړي، کوم چې دوی د کور په نسبتًا محفوظ چاپیریال کې کولو.

نو د کورونا نه د مخ نیوۍ دوې نمونې په نظر کې راځي: یوه د خلکو نه ګوښه کیدل ده، او بله په ټولنه کې اوسیدل ده، او احطیاتي تدبیرونه ترسره کول.

په اسلام کې د تقوی یعنی د ځان وقایه کول یا د ځان ساتلو، چې پرهیز هم ور ته واېي – که له ګناونو نه وي یا د مرض نه وي، د دواړو اصول یو دي. دا پرهیز هم یا د ګوښه کیدو پر ذریعه کیږي، یا په ټولنه کې د اوسیدو په صورت کې هم کیږي، په شرط د دې چې په ټولنه کې سړی له ګناهونو نه، او یا د مرض نه ځان و ساتي.

د هند ممبۍ ښار په هغه وخت کې چې په ګرځیدو باندې بندیز لګیدلی و

دا پرهیز څنګه وي؟ د دې اندازه د ابو هریره رضي الله عنه د یوې وینا نه ښه پته لګي، کله چې تپوس ترې و شو چې تقوی څه شي ته وایي:‌

فقال للسائل: هل سلكت طريقاً فيه شوك؟ فأجاب السائل: نعم، فقال أبو هريرة: فما صنعت؟ فأجابه السائل بأنّه كان يَبتعد عن الشوك ويَتجنّبه، فقال أبو هريرة: فذاك هو التُّقى؛ أي التقوى

نو ابو هریره سوال له کوونکي نه تپوس و کړ چې ایا تاسو چرته په داسې لار باندې تلې یې چې ازغې وې پرې؟ سوال کوونکي ویل چې هو. نو تا څه و کړ؟ ابو هریره و پوښتل. ځان به مې له ازغو نه لری ساتلو او ځان به مې ترې ساتلو، سوال کوونکي ځواب ورکړ، نو ابو هریره و ویل چې دغه تقوی ته وايي.

نو معلومیږي چې په اصل کې اسلامي تقوی یا پرهیز هغه وي چې د ټولنې په منځ کې تر سره کیږي. که په کور کې ځان ګوښه کول رهبانیت ته ورته وي، نو په ټولنه کې پرهیز کول د الله په لار کې جدوجهد کولو ته ډیر نږدی دی، او د رسول الله صلی الله علیه و سلّم وینا ده چې:

لکلّ امة رهبانیّة، و رهبانیّة هذه امّة الجهاد في سبیل الله

(احمد)

د هر امّت لپاره یو رهبانیت دی او د دې امّت رهبانیت د الله په لار کې جدوجهد کول دی.

د ټولنې په منځ کې هم سړی د کورونا له ازغو نه پرهیږ کولی شي ساتنه خو د الله په لاس کې ده.  خو دې لپاره به یو څو اقدامات به اخستل کیږي. تاسو ته به معلوم هم وي، خو د نمونې په توګه یو څو اقدامات دلته لاندې ذکر شوي دي:

  • صفایي، لاسونه هر وخت لمینځل، په خاصه توګه هر کله چې له بازار څخه راځئ، یا داسې ځای سره ستاسو لاس لګیدلی وي، چې کیدی شي هلته د کورونا وایرس اثرات وي.
  • خیال کوه چې لاس مخ سره و نه لګیږي، په خاصه توګه له لاس لمینځلو نه مخکې.
  • په خوله یا په پوزه کې ګوته منډل هسې ښه کار نه دی، مه یې کوه. مثلًا ځنې کسان نوکان خوري. دا ښه عادت نه دی. اوس یې د پریښودو ښه وخت دی ځکه چې د کورونا وایرس د لګیدو سبب ګرځیدای شي.
  • لاس ملاوول، ترغاړه وتل یا په یغون باندې بوسه ورکول ټول منع دي او د کورونا د انتقال سبب ګرځیدای شي. د لاس ملاوولو په صورت کې باید وروستو لاس و لمینځل شي.
  • یوازې د سخت ضرورت په وخت کې بازار ته لاړشئ. د جمات په هکله خو دا مشکل دی چې باید د دوو دوو میټرو د فاصلې سره خلک ولاړ وي، نو اوس هم که په کور کې لمونځ و کړل شي، نو ښه باک نشته دی.
  • په بازار کې، که څوک د دوو میټرو په فاصله کې وي، نو مخ او پوزه په رومال باندې پټ کړئ.

په الله پاک باندې به خامخا توکل کوو، خو لکه چې په متل کې راځي، او د حدیث موضوع هم دی، وړومبی اوښ و تړه، بیا په الله توکل کوه.

انشاء الله په راتلونکي درس کې به له اسلامي نکته نظر نه، په زیات تفصیل سره، دغو اقداماتو ته کتنه و کړو.‌‌

  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *