شنبه , جولای 11 2020
enfaps

د چابیریال په ساتنه کې د توهماتو رول

څانګه: مرکز التسهیل و التوجیهـ

تاریخ:‌ ۷ شوّال، ۱۴۴۱ هـ ق

کورس: چاپیریال ساتنه 

درس: د چاپیریال په ساتنه کې د توهماتو رول 

په پولې پورې سیمو کې* څوک نه د هدیره ونې وهي او نه د هدیرو نه لرګي وړي. دغه ته که رواج وایئ یا د تقدس یوه عقیده ور ته وایئ، یا یو توهم ور ته وایئ، خو په هر حالت کې له ډیر وخت نه دا خبره په پولې بورې سیمو کې یو دود ګرځیدلی دی، چې د هدیرو لرګي باید په هدویرو کې پاتي شي.

په اوسنيو لسیزو کې ځنې خلک پیدا شوي دي چې د قبرونو او د هدیرو د تقدس دومره معتقد نه دي. د دوی وینا دا ده چې له هدیرو نه لرګي وړل څه ګناه خو نه ده، که د هدیرو ونې پرې کړل شي، نو هم څه باک نشته دی. دا کار څه نقصان مونږ ته نه شي رسولی، ځکه چې نفع او نقصان ټول د الله په لاس کې دی. ځنې کسان پکې دا هم واېي چې د هدیرو نه لرګې نه وړل یو قسم قبر پرستي هم ده.

اوّله خبره چې باید و شي دا ده چې دا خیره یوازې د توحید خبره نه ده، د عام ملکیت خبره هم ده. هدیره په عام ملکیت کې راځي او عام ملکیت سره په هر حال کې تعرض نه دی کول پکار. خو که راشو خالص مذهبي اړخ ته، چې ایا د هدیرو لرګي وړل روا ده، يا په خپل ځای کې یې پریښودل پکار دی، نو دا یوازې د هدیرو د تقدس خبره نه ده: د چاپیریال د تحفظ خبره هم ده.

هر کله چې د هدیره ونې نه قطع کیږي، نو دا د هدیرو د ونو د تحفظ سبب ګرځي. اخوا دیخوا ته هر څومره چې ونې وهل کیږي، نو د هدیرو ونې محفوظې پاتې کیږي. دا خبره د چاپیریال او انساني ماحول لپاره ډیره مفیده ده. نو کیدی شي چې د هدیرو ونه نه قطع کول یو توهم وي، خو په هر حال کې دا یو ښه توهم دی، ځکه چې د دې په وجه چاپیریال ته فایده رسیږي.

د هدیرو نه لرګي نه وړل او ونه نه پرې کول، که یو توهم هم وي، خو د دې په وچه د هدیرو ونې محفوظ پاتې کیږي چې عام چاپیریال لپاره ډیره مفیده خیره ده

د تقدس د عقیدې نه پرته، یوه بله وجه هم ده، چې باید د هدیرو ونې قطع نه شي. هدیرو ته د تلو اجازت دې لپاره ورکړل شوی دی چې خلک هلته د مرګ او د اخرت فکر و کړي، لکه په حدیث کې چې راځي:

وعن ابن مسعود أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : « كنت نهيتكم عن زيارة القبور فزوروها فإنها تزهد في الدنيا ، وتذكر الآخرة » . رواه ابن ماجه

د ابن مسعود رضي الله تعالی عنه نه یو روایت د چې رسول الله صلّی الله علیه و سلّم ویلی و چې مخکې ما تاسو له قبرونو د زیارت نه منع کړی وې، چې قبرونو ته مه ورځئ، خو اوس تاسو ورتلی شئ ځکه چې دا خبره، یعني د قبرونو زیارت کول، د دنیا په نسبت زهد او بې رغبتی پیدا کوي، او د اخرت یاد زیاتوي.

(ابن ماجه)

نو هر کله چې قبرستان د تفکر یو ځای ګرځیدلی دی نو ظاهره خبره ده چې داسې تفکر د ونو او سورې په ښایسته چاپیریال کې خو ډیر ښه تر سره کیدی شي

دا خبره، چې د هدیرو په هکله ده، د غرونو به هکله هم ده. د پولې پورې سیمو د غرونو په هکله هم قسم قسم کیسې او توهمات موجود دي. د پولې پورې سیمو د ټولو نه اوچت څوکې یعنی د تریش میر غر په هکله په خاصه توګه داسې کیسې ډیرې دي، مثلًا دا چې په تریش میر کې پیریان اوسیږي، او دا پیریان سړي ته اجازه نه ورکوي چې د تریش میر څوکې ته و ښیژیږي. رښتیا خبره دا ده چې دا کیسې څه بنیاد نه لري، خو بیا هم دغې کیسې د تریش میر، او د داسې نورو غرونو، د چاپیریال ساتنې سبب ګرځیدلې دي.

د چترال تریش میر غر د پولې بورې سیمو د ټولو نه اوچت غر دی

ویل کیږي چې مقامي کسان چې د تریش میر سره نږدې اوسیږي، هغه خارجيان چې د تریش میر څوکې ته ختل غواړي، تر یو ځای پورې یې رسوي، خو د پیریانو د ویرې په وجه یې تر څوکې پورې نه رسوي.

نو ظاهره خبره ده چې دا خبرې تول توهمات او کیسې دي، خو بیا هم دا کیسې یوه ګټه لري. د دغو کیسو په وجه ډیر کم خارجیان راځي او په تریش میر غر باندې د ختو کوښښ کوي. نو که دغې کیسې نه وای، په زرګونو کې به خارجیان رامات وو، او د تریش میر چاپیریال به بیخې خراب شوی و، لکه په نیپال کې د اوریسټ غر، چې د نړۍ د ټولو نه اوچت غر دی، چاپیریال خراب شوی دی، لکه په دغه لاندنی حیرانوکی عکس کې چې ښکاري:

لکه چې په دې عکس کې چې ښکاري، د اوریسټ په غر باندې دومره کسان دي چې له سره ځاییږي نه. دا خبره به کیدی شي نیپال ته د ډیرو خارجي اسعارو د لاس ته راوړلو سبب ګرځي، خو د دې سره سره د غرونو چاپیریال ته هم د دې په وجه ډیر زیات زیان رسیدل دی.

نو خبره دا ده چې داسې خبرې باید فقط د یو اړځ نه ملاخظه نه شي، مثلًا یوازي دا نه دی کتل پکار چې د غرونو او د هدیرو د تقدس په هکله چې کومې کیسې دي، دا بې بنیادې دي، خو دا هم کتل پکار دی چې د دغو کیسو ګټه او افادیت څه دی. هر کله چې د چاپیریال ساتنې لپاره په دغو کیسو کې ګټه شته، نو بیا دا کیسې قبیح لغینه، حسن لغیره ګرځیږي، یعني پخپله قبیح او بې ارزښتې دي، خو په بله وجه باندې ښې او ارزښتناکې ګرځي.

د اسلامي فقه دا اصول، چې یو شی کیدی شي چې قبیح لعینه حسن لغیره وي، په ډیرو شیونو کې په کار راځي. دغه اصول ته به په راتلونکی درس کې مزیده کتنه و کړو که خیر وي.

  • د پولې پورې سیمې مونږ هغو سیمو ته وایو چې د افغانستان او پاکستان د سرحد سره نږدې دي او زیات پکې پښتو ویل کیږي

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *