شنبه , اکتوبر 31 2020
enfaps
کور / د زده کړو زريعې / یوناني طب / د وبا د مخ نیوۍ لپاره

د وبا د مخ نیوۍ لپاره

معهد الدّعوه انسټیټیوټ

يونانى طب

۲۴ شعبان، ۱۴۴۱ هـ ق

د وبا د مخ نيوۍ لپاره

  • وبا خو یو عامه او ساري بیماري ده، لکه اوس د کورونا وبا ده.
  • داسې عامه او نړیواله ناروغۍ سل کاله مخکې د اول نړیوال جنګ په اخر کې هم په پوره دنیا کې خپوره شوې وه. په افغانستان او پاکستان کې هم ګده شوې وه. دلته به ور ته وبا ویل. په نړیواله کچه باندې به ور ته اسپنوي فلو (Spanish flu) ویل کیدو. د اسپنوي فلو په نتیجه کې په لاکونو کې خلک مړه شوي وو.
  • پخوا زمانه کې به وبا زیات نه زیات تر یوې خاصې علاقې پورې محدوده وه، لکه په یو وخت کې عمر رضي الله عنه د خپل لښکر سره شام ته روان و. په لار کې معلومات ور ته و شو چې په شام کې وبا ګډه شوې وه:‌

 عن عبد الله بن عامر أن عمر خرج إلى الشأم فلما كان بسرغ بلغه أن الوباء قد وقع بالشأم فأخبره عبد الرحمن بن عوف أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال إذا سمعتم به بأرض فلا تقدموا عليه وإذا وقع بأرض وأنتم بها فلا تخرجوا فرارا منه.

(بخاري)

عبدالله بن عامر واېي چې عمر رضي الله عنه د شام په طرف روان شو. هرکله چې د مدینې او شام په منځ کې د سرغ په نوم یو ځای ته و رسیدو، نو پیغام ور ته راغی چې په شام کې وبا ګډه شوې ده. حضرت عمر په دې فکر کې و چې مونږ د شام په طرف خپل پرمخ تګ جاري و ساتو، یا بیرته مدینه ته بیرته ستانه شو چې عبد الله بن عوف ور ته و ویل چې ما د رسول الله صلّی الله علیه و سلّم نه اوریدلي دي چې «هر کله تاسو اورئ چې په یو وطن کې وبا ګډه شوې ده، نو هغه وطن ته مه ورځئ، او که تاسو هلته د مخکې نه یئ، نو د هغه ځای نه مه اوځئ.»

(بخاري)

د رسول الله صلّی الله علیه و سلّم دغه وینا د مرض د خپوریدو د مخ نیوۍ لپاره  وه. که هغه ځای ته ځئ، کوم چې پکې وبا ده، نو کیدی شي مرض په تاسو و لګیږي، او که څوک د هغه ځای نه روان شي، نو مرض به هم له ځان سره بل ځای ته انتقال کړي.

نو د کورونا وبا د مخ نیوۍ لپاره هم له یو ځای نه بل ځای ته سفر باندې هم نن سبا پابندي لګیدلې ده. دا پاپندي د حدیث عین مطابق دی.

 

د ابن سینا کتاب القانون فی الطب، چې پکې یې د ساري امراضو  څخه د خونديتوب لپاره د قرنطین اصول ذکر کړی دی               

د کورونا وبا د مخ نیوۍ لپاره یو بل اقدام هم ډیر ضروري دی، او په عامه توګه اخستل شوی هم دی او هغه ځان ګوښه کول او قرنطین کول دی. په دې هکله د بخارۍ یو بل حدیث داسې راغلی دی:

وَعَنْ أَبِي سَلَمَةَ ، سَمِعَ أَبَا هُرَيْرَةَ بَعْدُ يَقُولُ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :  لَا

يُورِدَنَّ مُمْرِضٌ عَلَى مُصِحٍّ …

ابو سلمه واېي چې له ابو هریره نه یې اوریدلي وو چې رسول الله صلّی الله علیه و سلّم و ویل چې د مریض اوښ خاوند  باید خپل اوښ صحتمند اوښ ته بو نه ځي.

(بخاري)

حال دا چې دا حدیث د اوښانو په هکله دی، «ممرض» د بیمار اوښ ته واېي او «مصحّ» د صحتمند اوښ ته واېي، لکه دا وضاحت چې څنګه په فتح الباري کې ورکړل شوی دی، خو په هر حال د کتاب القانون فی الطّب مصنف ابن سینا د دې حدیث پر بنسټ باندې د مرض د مخ نیوۍ او د مرض نه د ځان خوندي ساتلو لپاره د قرنطین او ځان ګوښه کولو په ضرورت باندې تاکید کړی دی.

نو ښکاره خبره ده چې ټول اقدامات چې د کورونا د مخ نیوۍ لپاره پورته شوي دي، لکه فاصله ساتل، ځان ګوښه کول، په سفر باندې پابندي، قرنطین او داسې نور د اسلام د تعلیماتو عین مطابق دي.

سوال دا پاتی کیږي چې دا اقدامات مسلمان څنګه د خپلې روحانۍ بهبودۍ لپاره استعمالولی شي، په دې هکله به بیا په راتلونکي کې یو بل درس کیږي که خیر وي.

جان محمد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *