شنبه , اکتوبر 31 2020
enfaps
کور / د معهدالدعوه انسټیټوټ څانګې / ژورناليزم او ابلاغ عامه

ژورناليزم او ابلاغ عامه

معهد الدّعوه د پولې پورې یا پیکټ رادیو سره اوږه په اوږه کار کوي، نو طبعي خبره ده چې معهد په خپلو مسلکې زده کړو کې ژورنالزم او ابلاغ عامې یعني د میډیایی علومو درسونو ته ډیره پام لرنه کوي. پیکټ یا د پولې پورې رادیو د پولې پورې ډرامې په نوم یو په زړه پورې سلسله واره ډرامه تولیدوي. د دې سره سم، په خپل ژورنالزم او ابلاغ عامې څانګه کې، معهد الدّعوه د «جدید چوکاټ کې روایتي کیسه ګوۍ» په نوم یو کورس منځ ته راغلی دی.

د معهد محصلّین وروستو بیا د پولې پورې رادیو سره خبریالان هم جوړیدای شي.

د پیکټ رادیو یو بل تولید د پولې پورې پروګرام دی. د رپورونو په دې پروګرام کې د هغه موضوعات د قرآن او حدیث به رڼا کې څیړل کیږي چې د پولې پورې په ډرامه کې راغلي دي. د پولې پورې پروګرام زیات خبریالان د معهد الدّعوی د ژورنالزم او ابلاغ عامې څانګې یا پخواني او یا موجوده محصلّین دي.‌

پیکټ یا د پولې پورې رادیو د خپلو اوریدونکو په هکله باقاعده څیړنه کوي او دا څیړنه هم د معهد الدّعوې پخوانیو شاګردانو په ذریعه ترسره کیږي. په دې طریقې پیکټ رادیو د معهد الدّعوې فارغینو ته د میډیا یا رسنیو په ډګر کې د کار کولو يو بل زرین چانس ورکوي.

په معهد الدعوه کې، د میډیایي علومو په شمول، ټول مضامین د اسلامي علومو په رڼا کې تدریس کیږي. د دې یو روښانه مثال به معهد الدّعوه کې د میډیایي علومو یو کورس دی. دغه کورس ته «د قدیم اسلامي علمي اصولو پر بنسټ جدید ژورنالزم» وايی. په دې کورس کې د جدید ژورنالزم اصولو ته د مصطلح الحدیث، یعني د احادیثو علومو د اصولو په رڼا کې کتنه کیږي. مثلًا د یو رپور مثلًا د یو رپور یا خبر اسناد یعني د صحت سند څه دی؟ د خبر په صحت کې د راوي یا سر چینې اهمیت څه دی؟ دا یوه نوې څیړنه ده چې د دیني مدارسو طلباو او فارغینو لپاره ډیره په زړه پورې ده.‌ له دې څیړنې څخه یوازې د معهد الدّعوې په کورسونو کې ګټه پورته کیداړی شي.

سره له دې چې معهد الدّعوه د جدید ژورنالزم مطالعه د مصطلح الحدیث په رڼا کې ورکوي،‌ معهد د جدید ژورنازم طرز له روایتي کیسه ګویۍ سره هم سمون پیدا کوي.‌ ظاهره خبره ده چې په روایتي کیسه ګوي کې نه یوازې د کیسې تفصیلات اهمیت لري، د کیسې سبق هم مهم دی، بلکې په کیسه کې له ټولو نه مهم شی د کیسې سبق دی لکه په قرآن مجید کې چې راځي: لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ (یوسف، ۱۱۱)، یعني د پیغمبرانو په کیسو کې عبرت دی.

همدغه شان،‌ په هغه ژورنالزم کې چې په معهد الدّعوه کې ښودل کیږي، د کیسې تفصیلاتو نه زیات، د کیسې عبرت ته پام لرنه کیږي.‌