شنبه , اکتوبر 31 2020
enfaps

سیاسي علوم

د معهد الدّعوې د سیاسو علومو کورس یا نصاب اساسي فکر دا دی چې باید کس خپل ځان اصلاح کړي، له دې نه مخکې چې د ټولنی د اصلاح کوښښ و کړي.‌ که ځانونه – په بل اصطلاح نفوس – اصلاح شي، نو ټولنه پخپله اصلاح کیږي.‌ په دې وجه ړومبی کورس چې د معهد د سیاسي علومو په څانګه کې تدریس کیږي تهذیل الاخلاق دی، چې تزکیة النفس هم ور ته ویلی شو.‌ که له فرد یا نفس نه تیر شو، نو په ټولنه کې بل ډیر مهم ‪فرد چې په ټولنه کې وجود لری کورنی دی. نو په دې وجه د سیاسي علومو دویم کورس چې په معهد الدّعوه کې تدریس کیږي تدبیر المنزل دی، یا د کور سنبالښت دی. له دې نه ورستو بیا د ټولنې سیاست یعنی السّیّاسة المدنیّة ته راځو.