سه شنبه , اګست 11 2020
enfaps
کور / د زده کړو زريعې / سیاسي علوم / السّیاسة المدنیّة / د جنګ علان او ترسره کول له یو تسلیم شوي حکومت له طرف نه

د جنګ علان او ترسره کول له یو تسلیم شوي حکومت له طرف نه

څانګه: سیاسي علوم

نصاب (کورس):‌السّیّاسة المدنیّة

ذو القعدة ۴، ۱۴۴۱هـ ش

درس: د جنګ علان له یو تسلیم شوي حکومت له طرف نه

اوس اوس یو علمي مرکز په غرب کې جوړ شوی دی. نوم یې

د مسلح ګروپونو د مطالعې مرکز

دی.

ظاهره خبره ده چې زیات نه زیات دا مسلح ګروپونه په مسلم نړۍ کې فعال دي.  تاسو ته یې نومونه معلوم دي، ذکر کولو ته ضرورت نشته دی. دا به هم تاسو ته معلوم وي چې د دغو مسلحو ډلو تر شا اکثر مسلم حکومتونه دي. یعني عملًا یو مسلم حکومت د بل مسلم یا غیر مسلم حکومت سره د دغو ګروپون په ذریعه جنګ کوي. دا خبره څنګه ده، چې یو مسلم حکومت، د بل حکومت سره، پرته له دې چې د جنګ علان و کړي، د یو مسلح ډلې په ذریعه جنګ و کړي؟

وړمبی باید دا و وایو چې په اسلامي فقه کې په دې خبرې باندې سو في صد لږ تر لږه په نظریاتي توګه اتفاق دی چې یوازې یو تسلیم شوی حکومت دا کار کولی شي چې د بل حکومت سره د جنګ علان و کړي، او جنګ ترسره کړي.

مسلح ګروپونو ته زیات نه زیات د بل مملکت ملا تړ کیږي

دلته دوې خبرې دي: یو د جنګ علان او بل جنګ ترسره کول. دواړه کارونه باید له یو تسلیم شوې حکومت له طرف نه وي، او دا جنګ هم علان یې او هم ترسره کول یې باید د حکومت د اولس مشر له طرف نه ترسره شي.‌*

اوّل به مونږ د جنګ ترسره کولو خبره و څیړو. هرکله چې بنی اسرآئیل و غوښتو چې د د جالوت د قواو سره قتال و کړي، نو خپل پیغمبر ته یې و ویل چې مونږ لپاره  یو بادشاه و ټاکئ. یعني د دې نه پرته، چې مونږ ته یو بادشاه و ټاکل شي، مونږ د الله له لار کې جنګ نه شو کولی:‌

أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلَإِ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ مِن بَعْدِ مُوسَىٰ إِذْ قَالُوا لِنَبِيٍّ لَّهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ

ايا تا له موسٰى نه بعد راغليو، د بني اسرائىلو سردارانو ته نه دي كتلي، كله چې هغوى خپل نبي ته وويل: زمونږ لپاره يو بادشاه مقرر كړه چې مونږ د الله په لاره كې جنګ وكړو

(البقرة، ۲۴۶) 

په بخاري شریف کې یو مستقل باب دی:

انّما الامام جنّة، یقاتل من وّرائه و یتقی به

اولس مشر ډال دی، د اولس مشر تر امر لاندې قتال کیږي، او هغه د خلکو د خوندي پاتي کیدو ذریعه ده.

اوس که بلې خبرې ته راشو، چې د جنګ باید باقاعده علان و شي، نو ظاهره خبره ده چې هرکله قتال باید د یو تسلیم شوي او معلوم حکومت له طرف نه ترسره شي، نو باید دغه معلوم او تسلیم شوی حکومت د جنګ علان و کړي. مثلًا کله چې دښمن معاهده ماته کړي، لکه چې په سورة الانفال کې چې راځي:

وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَاءٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ

(الانفال، ۵۸)

او كه چېرې كله هم ته له كوم قوم نه د خیانت (وعده خلافۍ) اندېښنه ولرې، نو ته دوى ته په برابرۍ سره (دغه عهد) وغورځوه (تړون على الإعلان ختم كړه)، بېشكه الله خیانت كوونكي (وعده ماتوونكي) نه خوښوي

دا خبره، چې د جنګ علان کول او ترسره کول یې، یوازې او یوازې د «امام» – یعنې د اولس مشر – تر مشرۍ لاندې باید و شي، یوازې په یو څو آیتونو او احادیثو کې نه ده. دا خبره د قرآن او حدیث په پوره متن کې موجوده ده، او ځکه د فقهاو په دې خبره باندې سل په سله اتفاق دی. د مثال په توګه د سورة التوبه دا آیت ملاحظه کړئ :

ٱنفِرُواْ خِفَافٗا وَثِقَالٗا وَجَٰهِدُواْ بِأَمۡوَٰلِكُمۡ وَأَنفُسِكُمۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِۚ  

تاسو غزا ته وځئ، په داسی حال كې چې سپك یئ او درانه او په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لار كې جهاد كوئ

(التوبة، ۴۱)

لکه چې ابن کثیر د دې آیت په تفصیل کې لیکي، دا آیت د تبوک د غزا په هکله نازل شوی و. په دې آیت کې تاکید کیږي چې باید دغه غزا ته د رسول الله صلّی الله علیه و سلّم سره یعني د خپل مشر سره اوځي:

أمر الله تعالى بالنفير العام مع الرسولصلوات الله وسلامه عليهعام غزوة تبوك 

(تفسیر ابن کثیر)

او د دې آیت په تفصیل کې د مسلم دا حدیث هم ذکر شوی دی:

عن ابن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم يوم الفتح فتح مكة لا هجرة ولكن جهاد ونية وإذا استنفرتم فانفروا 

ابن عباس رضي الله عنهما وایي چې د مکّې د فتحې په ورځ باندې د الله پیغمبر صلّی الله علیه و سلّم ویلی و چې مکّه خو فتحه شوه، نو اوس هجرت نشته خو جهاد او نیّت یې شته دي، نو هر کله چې له تاسو نه (د مشر له طرف نه) غوښتنه کیږي چې د الله په لار کې ووځئ، نو تاسو ووځئ!

(صحیح مسلم)

نو معلومه شوه چې دا خبره په اسلام کې ناجایزه ده چې یوه مسلح ډله د یو غیر ملکۍ حکومت تر امر لاندې جنګ و کړي. دا جنګ باید هغه حکمت پخپله او د علان سره ترسره کړي. ولې داسې نه کوي؟ په راتلونکي درس کې به انشاء الله دغې خبرې ته راشو.

* مزیده مطالعې لپاره د مولانا مودودي صاحب په کتاب الجهاد فی الاسلام ګې  هم کتی شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *