شنبه , اکتوبر 31 2020
enfaps
کور / د زده کړو زريعې / د جعلي خبرونو د تردید لپاره ساینسي فکر

د جعلي خبرونو د تردید لپاره ساینسي فکر

د ژورنالزم او ابلاغ عامې څانګه

نصاب: د قدیم اسلامي علمي اصولو پر بنسټ جدید ژورمالزم

د درس موضوع: د جعلي خبرونو د تردید لپاره

شوال ۱،، ۱۴۴۱ هـ ق 

هر کال، د اختر میاشت د جعلي خبرونو موضوع جوړیږي، او سګ کال څه مختلف نه و.

د جمعې په ورځ باندې، چې د روژې ۲۹مه ورځ وه، سعودي مقاماتو علان و کړ چې د نړۍ په یو ځای کې هم، د اختر میاشت نه ده ښکاره شوې، نو د یو حدیث د څرګندې لارښونې سره سم، اختر به د یکشنبې یا اتوار به ورځ ترسره کیږي:

عن ابن عمر قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « لا تصوموا حتى تروا الهلال ، ولا تفطروا حتى تروه ، فإن غم عليكم فاقدروا له » ، وفي رواية قال : « الشهر تسع وعشرون ليلة ، فلا تصوموا حتى تروه ، فإن غم عليكم فأكملوا العدة ثلاثين.».

(متفق علیه)

د عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما د قول سره سم، رسول الله صلی الله علیه و سلّم و ویل چې تاسو تر هغې روژه مه ساتئ تر څو پورې چې تاسو میاشت نه وي کتلې او ترهغې پورې اختر مه کوئ تر څو چې تاسو یې نه وي کتلې……. او که په تاسو باندې وریز وي (او تاسو میاشت نه شئ کتلې) نو تاسو د نیټې درش ورځې پوره کړئ.

(بخاري او مسلم)

خو سره د دې، چې سعودي مقاماتو ویلی و چې د اختر میاشت ښکاره نه شوه، په وزیرستات کې ځنې علماو د جمعې په ماښام باندې د اختر علان و کړ، لکه چې په لاندنی ټویټ کې ښکاري:

په دې کورس کې، چې ورته د قدیم اسلامي علمي اصول پر بنسټ جدید ژورنالزم واېي، دا کوښښ کیزي چې ژورنالستان او صحافیان هغه اصول خپل کړي، کوم چې د محدثینو اصول وو. کله چې د محدثینو مخې ته به یو مشکوک خبر راتلو، نو دوې به څه کولو؟ لنډه خبره دا ده چې دوی به د دې قرآني آیت سره سم عمل کولو:

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِن جَآءَكُمۡ فَاسِقُۢ بِنَبَإٖ فَتَبَيَّنُوٓاْ أَن تُصِيبُواْ قَوۡمَۢا بِجَهَٰلَةٖ فَتُصۡبِحُواْ عَلَىٰ مَا فَعَلۡتُمۡ نَادِمِيْن

اىهغوكسانوچېایمانيېراوړىدى! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبري سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ

(الحجرات، ۶)

که لږ لري لاړشو، نو له ټولو نه ړومبې، نوې میاشت د امریکې په لویدیځ ساحل باندې ښکاري، مثلًا په کالیفورنیا کې. په کالفورنیا کې ډیرې اسلامي ادارې دي او مفتیان هم ناست دي. د جمعې په ماښام باندې د هغه ځای یو مفتي، مفتي عبدالله نانا، داسې لیکلی وو چې په یو ځای کې هم د شوال میاشت نه ده ښکاره شوې، نو اختر باید د یکشنبې یا اتوار په ورځ و لمانځل شي:

نو اوس هم د سعودي او د کالیفورنیې د خبرونو په بنسټ باندې، د وزیرستان خبر باید غیر معتبر و ګڼل شي، خو که مزید ثبوت پکار وي، نو مونږ ساینسي منابعو ته هم رجوع کولی شو. اوس د میاشت د لیدو یا د نه لیدو امکانات له ساینسې ذرایعو نه هم معلومولي شو. په دې سلسله کې یوه ډیر ښه منبع www.moonsighting.comدی:

په دې نقشه کې دا ښودل کیږي چې په نړۍ کې، د شنبې په ماښام باندې، میاشت باید په کوم کوم ځای کې ښکاره شي. مثلًا په امریکه کې باید د شنبې په ماښام باندې په اسانۍ باید ښکاره  شې، د افریقې او آسیا په ډیرو ځایونو کې به د شنبې په ماښام، په مشکل سره ښکاره شي.

خو د جمعې په ماښام باندې د میاشت د کتو هیڅ امکان نشته دی، نه په وزیرستان کې او نه د نړۍ په  کوم بل ځای کې.

دا پروسه چې مونږ پاس بیان کړ د محدثینو په اصطلاح کې دې ته تطبیق او ترجیح وایي. یا د دوو خبرونو ترمنخ تطبیق کیدی شي، او یا یو خبر ته په بل باندې ترجیح ورکول کیږي.‌ دې ته کتل کیږي چې کوم یو خبر زیات قوي دی. 

په یو راتلونکی درس کې به دغې پروسې ته مزید کتنه کیږي، که خیر وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *