د معهد الدّعوې یو ځانګړی خصوصیت دا دی چې هر درس یې، په درسګاه کې نه خو انلاین ـ یعني د انټرنیټ په ذریعه – محصّلینو ته رسول کیږي. دا خبره د معهد الدّعوې په دواړو برخو کې – ینعني د معهد په برخه کې او د مدرسېې په برخه کې – عملي کیږي. نو په یو اصطلاح کې مونږ ویلی شو چې معهد الدّعوه – د مدرسې برخه یې او د معهد برخه یې – په حقیقي دنیا کې نه، خو په مجازي یا پرلیکه دنیا کې وجود لري.

یوازې درسونه نه، خو هر څه چې د معهد الدّعوې سره اړه لري – مثلًا داخله، انتحانونه او د فارغ کیدو سندونه – انلاین توضیع کیږي.
په غږیږ او لیکلی شکل کې د معهد الدّعوې درسونه هو د معهد الدّعوې ویب پاڼې ته پورته کیږي او هم د معهد الدّعوې فیسبوک پاڼې ته. له هغه ځای څخه د معهد محصّلین کولای شي چې خپل موبایل یا کمپیوټر ته یې ښکته یا ډاونلوډ کړي. د تدریس دغه طریقه څو ګټې لري لکه:
- طلبا د نورو مصروفیتونو سره سره د معهد الدّعوې درسونه تعقیبولی شي. حتی چې هغه کسان چې به نورو روایتي درسګاهونه په درس پوخت دي، یا ښځینه طبقه په خپلو کورونو کې درسونه تعقیبولی شي.
- طلبا به هر ځای کې چې وي، د معهد درسونه تعقیبولی شي. دا ضروري نه دی چې محصّلین یو خاص مرکز ته نږدې وي.
- طلبا به عملي توګه د معلوماتي او مواصلاتي تکنالوژۍ سره بلدیږي.
- اوس د کورونا په زمانه کې انلاین تدریس ډیر مناسب دی، ځکه چې په درسګاه کې د واټن اصول نه عملي کیږي.
د انلاین تدریس په طریق کار کې د شاګردانو څارنه ډیره ضروري دی. دا څارنه د پرله پسې امتحانونو په ذریعه ترسره کیدای شي. د مهعد الدعوې په دواړو برخو کې هڅه کیږي چې درې میاشتې پس د محصّلانو نه انتحان اخستل کیږي. څوک چې امتخان ورنه کړي، نو کیدی شي د ده نوم د معهد د شاګردانو نه حذف شي، او که امتخان یې ناقص وي، نو سیمستر بیا ترسره کوي
فی الحال د معهد درسونه، هم په لیکلی او هم په غږیز شکل کې، په پښتو، دري او انګلیسي ژبو کې موجود دي.