شنبه , اکتوبر 31 2020
enfaps

د معهد هدف

 

په معهد الدعوې کې، د دیني مدارسو فارغینو او مشرانو طالب علمانو لپاره د قرآن او حدیث په رڼا کې په لوړې سویې باندې مسلکي او خصوصي درسونه ورکول کیري. د دغو درسونو او کورسونو مقصد دا دی چې د مدارسو طلبا او فارغان و کولي شی چې د عصر په چوکاټ کې او د دیني علم په رڼا کې، هم د ټولنې په پرمختګ کې مثبته برخه واخلي او هم د خپلو معیشاتو د ښه کولو لپاره د ژوند په هر ډګر کې کار و کړي.

په مدرسه کې ډیر عالي تعلیم ترلاسه کیږي. دغه تعلیم محصّل ته ډیره ګټه رسوي، مثلًا اخلاق او تقوی په کس کې پیدا کوي. محنت او قربانۍ ته یې تیاروي. د مدرسې تعلیم داسې تعلیم دی لکه چې په غرب کې ور ته قدیم یا کلاسیکي تعلیم وايي. البته زمونږ د مدرسې تعلیم خالصه دیني بڼه لري، حال دا چې په کلاسیکي تعلیم کې د مذهب سره سره په نورو مضامینو باندې هم تاکید وي. بیا هم زمونږ د مدرسو په تعلیم کې د دین او خلاق په لحاظ ډیرې ګټې دي، خو د مدارسو په تعلیمي نصاب کې یو کمی شته دی.‌ دا نصاب شاګردان دې لپاره نه تیاروي چې په عام ژوند کې د مختلفو مسلکونو په تر سره کولو سره د ټولنې خدمت و کړي. زیات نه زیات د مدرسو فارغان تر مدرسې یا جمات پورې  محدود پاتي کیږي.

معهد الدّعوه غواړي چې دا صورت حال بدل کړي. د معهد په درسونو کې شاګردان د نورو مضامینو څخه هم واقف کیږي. د قرآن په رڼا کې د عصري تعلیم په تدریس کولو سره د معهد هدف دا دی چې خپل شاګردان دې لپاره تیار کړي چې د ټولنې په جدید ژوند کې ور ګډ شي او هلته و مختلفو مسلکونو په تر سره کولو سره هم مسلکي،‌ هم اخلاقي او هم روحاني معیارونه اوچت کړي.

په کندهار کې یو ځوان د معهد الدّعوې رئیس ته خپل ځان معرفي کړ: «زه ستاسو شاګرد یم،» هغه ځوان د معهد الدّعوې رئیس ته و ویل. داسې معلوم شو چې ده د معهد الدَعوې په جلال آباد څانګه کې درس ویلی و، مخکې له دې چې د معهد درسي نظام انلاین شو.‌ «زه اوس په یو بین المللي اداره کې کار کوم. زما کار دا دی چې د شریعت سره سم خلکو ته حقوقي مشورې ورکوم. یعني د دوی د شرعي حقوقو نه یې خبروم.» د دغه ځوان د مدرسې قوي تعلیم سره سره، په معهد کې تحصیل ده تیار کړی و چې د خلکو خدمت د بشري کومک په ډګر کې و کړي.