شنبه , اکتوبر 31 2020
enfaps
کور / د زده کړو زريعې / مرکز التسهیل و التوجیهـ / القانون الدّولي الانساني / ایا د عامې وژنې اسلحې په وجود جنګ جواز لري؟

ایا د عامې وژنې اسلحې په وجود جنګ جواز لري؟

معهد الدّعوه انسټیټیوټ

مرکز التسهیل و التوجیهـ

القانون الدّولي الانسانی

۱۵ شعبان، ۱۴۴۱ هـ ق

ایا د عامې وژنې اسلحې په وجود جنګ جواز لري؟

 

  • ‪ پخوا داسې ټوپک وو چې یو یو ډز به یې کولو.
  • بیا داسې ټوبکان رایچ شو چې د یو یو ډز په ځای، ډیرې ډزې یې په یو ځای کولې، په علماو کې بحث شو چې ایا دا ټوپک جایز دي؟ وجه دا وه چې دغه مشیندار  ټوبک نه یوازې هغه کس نه تپی کیدو چې د ډز هدف و، خو نور وزګار کسان به هم تپي کیدل.
  • په جنګ یا قتال کې، مونږ یوازې هغه کس هدف ګرځولی شو، چې مونږ سره جنګ کوي:

وَقَٰتِلُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ يُقَٰتِلُونَكُمۡ وَلَا تَعۡتَدُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُعۡتَدِينَ

د الله په لاره كې له هغو كسانو سره جنګ كوئ چې له تاسو سره جنګېږي، او له حد نه مه تېرېږئ، یقینًا الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي. ‫(البقرة، ۱۹۰)

د حد نه تیریدو یوه بڼه په جنګ کې د ښځو و ماشومانو وژل دی‫، لکه چې د صحیحینو په یو حدیث کې راځي:

وفي الصحيحين عن ابن عمر قال : وجدت امرأة في بعض مغازي النبي صلى الله عليه وسلم مقتولة ، فأنكر رسول الله صلى الله عليه وسلم قتل النساء والصبيان.

د عبد الله بن عمر نه یو حدیث نقل شوی دی، چې د رسول الله صلّی الله علیه و سلّم په یوه غزوه کې یوه ښځه په وژل شوي حالت کې موندل شوې وه، نو رسول الله صلّی الله علیه و سلّم دا خبره بده و ګنله چې په جنګ کې ښځې یا ماشومان و وژل شي.‫ (بخاري او مسلم)

نو ظاهره خبره ده چې د داسې اسلحې د استعمال سره، لکه ماینونه او بمونه، ښځې او ماشومان نه شي مستثنی کیدای. لکه نور مړي، د دغو شیانو په چودنو کې، دوی هم مړي.

د حسن بصري رحمة الله علیه په یو قول کې، چې په تفسیر ابن کثیر کې نقل شوی دی، دا خبره نوره هم واضحه شوې ده:

ويدخل في ذلك ارتكاب المناهي كما قاله الحسن البصري من المثلة ، والغلول ، وقتل النساء والصبيان والشيوخ الذين لا رأي لهم ولا قتال فيهم ، والرهبان وأصحاب الصوامع ، وتحريق الأشجار وقتل الحيوان لغير مصلحة‪.

د حسن بصري قول دی چې په تفسیر ابن کثیر کې نقل شوی دی چې ځنې شیان په قتال کې منع دي، مثلًا د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو وژل،‪ یعني داسې کسان چې نه د قتال په حق کې راي لري او نه په قتال کې شامل دي، او د راهبانو وژل او د هغو کسانو وژل چې په خپل عبادتګاهو کې به عبادت مصروف دي، او ونې سوزول او د زنورو وژنه، که څه خاص مصلحت پکې نه وي، دا د جنګ په وخت کې هم ناروا دي.

نو د داسې اسلحې استعمالولو سره، لکه بمونو او ماینونو، دا ټول کارونه کیږي چې په اسلام کې منع دي، نو پرځای له دې چې د جدید اسلحه ناروا و ګرځیږي، ولې پخپله جنګ ناروا و نه ګرځوو؟

‫- جان محمد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *